settings icon
share icon
سوال

آيا مقدس کتاب په رښتيا سره د خدائ پاک کلام دې؟

جواب


د دې سوال جواب به نه صرف دا مطلب لرى چې زمونږ په ژوند کښې د مقدس کلام څۀ اهميت دې، بلکې دا به حقيقت کښې په مونږ دائمى اثر هم ولرى. مقدس کتاب کۀ په رښتيا سره د خدائ پاک کلام وى، نو مونږ له دې سره مينه، کتل، منل او په حقيقت کښې په دې باندې يقين کول په کار دى. کۀ مقدس کتاب د خدائ پاک کلام وى نو د دې رد کول دا د خدائ پاک رد کول دى.

دا حقيقت چې خدائ پاک مونږ له مقدس کتاب د يو ثبوت په توګه راکړو دا د هغۀ زمونږ سره د مينې اظهار دې. د ”مکاشفات“ ټکى ساده مطلب دا دې چې خدائ پاک د انسان سره کلام وکړو چې هغۀ څنګه دې او مونږ د هغۀ سره څنګه تعلق ساتلې شو. دا هغه څيزونه دى چې خدائ پاک مونږ تا رانازل کړى نۀ و ې نو مونږ ته به هيڅ پته نۀ لګېدې. اګرچې د خدائ پاک وحى په مقدس کتاب کښې تقريباً پينځۀ لس سوه کاله مسلسل جارى وه، په دې کښې همېشه هغه هر څۀ موجود وو چې د څۀ انسان ته ضرورت وو چې د خدائ پاک باره کښې مونږ خبر شو او صحيح تعلق ورسره ولرو. کۀ مقدس کتاب په حقيقت کښې د خدائ پاک کلام وى نو دا بيا د ايمان د ټولو مسئلو، د مذهبى عبادتونو، او اخلاقياتو آخرى حکم دې.

د دې سوال تپوس به مونږ د خپل ځان نه کوو چې مونږ ته به څۀ پته لږى چې مقدس کتاب د خدائ پاک کلام دې او صرف يو کتاب نۀ دې؟ دا د نورو ټولو مذهبى کتابونو نه څنګه منفرد او بې مثال کېدې شى؟ داسې څۀ ثبوت شته چې دا په حقيقت کښې د خدائ پاک کلام دې؟ دا هغه قسم سوالونه دى که په سنجيدګۍ سره د مقدس کتاب هغه دعوه معلومول وغواړو چې دا بالکل د خدائ پاک کلام دې او نازل شوې دې، او د ايمان ټولو مسئلو او عبادتونو د پاره بالکل صحيح دې.

په دې حقيقت کښې هيڅ شک نشته چې مقدس کتاب دا دعوه کوى چې دا بالکل د خدائ پاک کلام دې. دا په داسې ايتونو کښې صفا ښکارى لکه چې د تيمطوس په نوم دويم خط ٣: ١٥-١٧ چې وائى، ”اَؤ تۀ دَ وړُوکوالى راسې دَ هغو پاکو نوِشتو نه خبر يئې،کُومې چه تا ته په عيسىٰ مسيح دَ ايمان راوړلو دَ پاره خلاصون مُوندلو دَ پاره پوهه دربخښلې شى. ١٦ هره صحيفه دَ خُدائې دَ رُوح دَ اِلهام په وسيله ده اَؤ دَ تعليم اِلزام،اِصلاح اَؤ صداقت دَ تربيت دَ پاره فائده مند هم. ١٧ دَ دې دَ پاره چه دَ خُدائې بنده کامل شى اَؤ دَ هر نيک کار دَ پاره بلکل تيار شى.“

د دې سوالونو جواب د پاره مونږ له د نننى او بهرنى ثبوتونه کتل په کار دى چې مقدس کتاب په حقيقت کښې د خدائ پاک کلام دې. د نننى ثبوتونه هغه دى چې د هغې تصديق مقدس کتاب په خپله د وحى شروع نه ورکوى. يو ثبوت دا دې چې مقدس کتاب د خدائ پاک کلام دې چې دا څنګه يو ځائ شوې دې. اګرچې دا په حقيقت کښې شپږ شپېتۀ بېل بېل کتابونه دى چې په درې براعظمونو کښې په درې بېلو بېلو ژبو کښې تقريباً په پينځلس سوه کالنو کښې، د څلوېښتو نه زياتو ليکوونکو په ذريعه ليکلې شوې دې (چې د ژوند بېل بېل کارونه يې کول)، مقدس کتاب د شروع نه تر آخر پورې بغېر د څۀ اختلاف نه د يو کتاب په شکل کښې پاتې شوې دې. د دې دا يو ځائ کېدل د نورو ټولو کتابونو نه مختلف دى او دا د کلام د وحى د بنياد ثبوت دې چې خدائ پاک انسان دې ته جوړ کړو چې د هغۀ کلام وليکى.

يو بل نننې ثبوت دا دې کوم چې دا په نښه کوى چې مقدس کتاب په حقيقت کښې د خدائ پاک کلام دې هغه په دې کښې هغه ليکلې تفصيلى پېشن ګوئيانې دى. په مقدس کتاب کښې په سوونو پېشن ګوئيانې دى د کومو تعلق د اسرائيليانو سره سره د راتلونکو ټولو قومونو سره دې، د خاصو ښارونو مستقبل،د انسانانو مستقبل، او د هغه کس راتلل چې هغه به مسيح وى، هغه به نه صرف د اسرائيليانو له نجات ورکوونکې وى بلکې هغه هر چا له چې په هغۀ ايمان ولرى. د مقدس کتاب پېشن ګوئيانې په لوئ تفصيل سره دى چې همېشه پورا شوى دى. د مقدس کتاب صرف په زړا عهد نامې کښې د عيسٰى مسيح په باره کښې د درې سوو نه زياتې پېشن ګوئيانې دى. نه صرف دا پېشن ګوئى چې هغه به چرته پېدا کېږى، د هغۀ کورنۍ به کومه يوه وى، بلکې دا هم چې هغه به مړ شى او په درېمه ورځ به بيا ژوندې شى. داسې يوه ساده منطقى طريقه نشته چې هغه پورا شوې پېشن ګوئيانې واضحې کړى بغېر د مقدس کتاب د نازلېدو د ځائ نه. داسې بل يو مذهبى کتاب هم نشته چې د مقدس کتاب په شان پېشن ګوئيانې په کښې وى.

د مقدس کتاب د وحى دريم نننئ ثبوت کوم چې مونږ ته ښکارى دې د بې مثاله اختيار او طاقت دې. اګرچې دا ثبوت د هغه نورو دوو نننئ ثبوتونو نه ډېر اوچت دې، دا د مقدس کتاب د وحى يو طاقتور تصديق دې. مقدس کتاب بې مثاله اختيار لرى چې دا د نورو ليکلى شوى کتابونو په شان نه دې. دا اختيار او طاقت د ډېرو په ژوند کښې ليدلې شوې دې چې هغوى مقدس کتاب لولى. د دې په ذريعه د نشيانو علاج شوې دې، د دې په ذريعه هم جنس پرست د خپل عمل نه خلاص شوى دى، قرضدارى د دې په ذريعه خلاص شوى دى، د سختو مجرمانو اصلاح د دې په ذريعه شوې ده، ګناهګار د دې په ذريعه توبه ګار شوى دى، او د دې د وئيلو په ذريعه نفرت په مينه بدل شوې دې، مقدس کتاب لوئ طاقت لرى دا صرف په دې وجه ممکن دى چې دا د خدائ پاک کلام دې.

د نننى ثبوتونو نه علاوه چې مقدس کتاب په حقيقت کښې د خدائ پاک کلام دې، بهرنى ثبوتونه هم شته چې هغه دا په نښه کوى چې مقدس کتاب په حقيقت کښې د خدائ پاک کلام دې. په دې ثبوتونو کښې يو ثبوت د مقدس کتاب تاريخ دې. ځکه چې د مقدس کتاب تفصيلى تاريخى واقعات او د دې حقيقت او صداقت د نورو تاريخى کتابونو په شان يو ثبوت دې. د ليکلى شوى موادو او نورو د اثار قديمه د ثبوتونو په وجه د مقدس کتاب تاريخى حېثيت داسې ثابت شوې دې چې وخت په وخت ټيک او صحيح دى. په حقيقت کښې د اثار قديمه او ليکلى شوى شواهد د دې دليل دې چې دا د زړې زمانې د ټولو نه ښۀ کتاب دې.

د مقدس کتاب بل بهرنې ثبوت دې چې مقدس کتاب په رښتيا سره د خدائ پاک کلام دې چې کوم يو والې د دې د انسانى ليکوونکو مېنځ کښې چې ښکارى. لکه چې څنګه مخکښې بيان شو، خدائ پاک د ژوند د مختلفو طبقو سړى استعمال کړل چې د هغه کلام زمونږ د پاره وليکى. کله چې مونږ د دې سړو ژوند ته وګورو، نو داسې څۀ صحيح وجه نشته چې مونږ دا ونۀ وايو چې هغوىصادق او مخلص خلق نۀ وو. که مونږ د هغوى ژوند ته وګورو او دې حقيقت ته چې هغوى مرګ ته تيار وو. (چې اکثر ووژلې شول) د هغه څه په وجه چې هغوى په څۀ ايمان لرلو، نو دا سمدستى صفا شى چې دا عام خلق خو صادقان په حقيقت په يقينى وو چې خدائ پاک د هغوى سره کلام کړې دې. کومو سړو چې نوې عهد نامه وليکله او نور په سوونو ايمانداران (د کورنتيانو په نوم اول خط ١٥: ٦) د خپل پېغام په حقيقت پوهه وو ځکه چې هغوى عيسٰى مسيح ليدلې وو او د هغۀ سره يې وخت تېر کړې وو چې کله هغه د مړو نه ژوندې پاڅېدلې وو. د عيسٰى مسيح د مړو نه د پاڅېدو اثر د دې سړو په ژوند باندې شوې وو. هغوى په يره کښې د دې نه راووتل او د خدائ پاک د وکړى شوى پېغام د پاره د خپل سر نه تېر وو. د هغوى ژوند او مرګ د دې ثبوت دې چې مقدس کتاب په حقيقت کښې د خدائ پاک کلام دې.

آخرى بهرنې ثبوت چې مقدس کتاب په حقيقت د خدائ پاک کلام دې هغه دا دې چې دا تباه شوې نۀ دې. ځکه چې دا اهميت او او دعوه چې دا بالکل د خدائ پاک کلام دې، په مقدس کتاب په تاريخ کښې د نورو ټولو کتابونو نه زيات ډېرکوششونه او سختې حملې شوې دى چې دا تباه کړې شى. د روم اولنى بادشاهانو نه واخله ، د کميونسټو جابرانو، او د نن ورځې د خدائ پاک نه د مُنکرو پورې مقدس کتاب د ټولو حمله کوونکو نه بچ دې او تر اوسه پورې په دنيا کښې د ټولو نه زيات چاپ کېدونکې او خورېدونکې کتاب دې.

د دمذهب نه مُنکرو خلقو همېشه دا وئيلى دى چې مقدس کتاب صرف د دروغو قيصې لرى، خو اثار قديمه دا ثابته کړې چې دا تاريخى حيثيت لرى. د دې مخالفينو په دې داسې حمله کړې ده چې دا بې کاره او د موجوده وخت سره سمون نۀ خورى، خو د دې اخلاقى او قانونى نظريې او پېغام په ټوله دنيا کښې په معاشرو او ثقافتونو همېشه يو مثبت اثر لرلې دې. د سائنس، نفسيات، او سياسى تحريکونو په دې باندې حملې کړى دى خو نن هم هغه شان رښتيا دې چې په کوم وخت کښې ليکلې شوې وو. دا هغه کتاب دې چې په تېرو دوه زره کالو کښې بې شمېره ژوندانونو، ثقافتونو ته منقتل شوې دې. هيڅ خبره نه چې د دې مخالفين په څۀ طريقه په دې باندې حمله کول، تباه کول او د ې سپکول غواړى، خو مقدس کتاب بالکل مضبوط، رېښتونې پاتې کېږى هم هغه شان چې څنګه د حملې کولو نه مخکښې وى. د دې په اصلى شکل کښې پاتې کېدل د په باندې د ګډ وډ کولو ، حمله کولو او تباه کولو د هر کوشش نه پس هم دا يو صفا دليل دې چې مقدس کتاب په حقيقت کښې د خدائ پاک خبرې دى. په دې باندې دې مونږ نۀ حېرانېږو چې په مقدس کتاب باندې څنګه حمله کېږى، په دې باندې هيڅ کله نۀ اثر شوې دې او نه په کښې بدلون راغلې دې. د دې هر څۀ نه علاوه عيسٰى مسيح ووئيل، ”مزکه اَؤ آسمانونه به فنا شى خو زما کلام به هيچرې فنا نۀ شى.“ (مرقس ١٣: ٣١).

د دې ثبوتونو نه پس بې شکه څوک وئيلې شى چې ”مقدس کتاب په حقيقت کښې د خدائ پاک کلام دې.“

English



د پښتو ته راواپس کېدل

آيا مقدس کتاب په رښتيا سره د خدائ پاک کلام دې؟
Facebook icon Twitter icon Pinterest icon Email icon
© Copyright Got Questions Ministries