settings icon
share icon
سوال

د قائن ښځه څوک وه؟ د قائن ښځه د هغۀ خور وه؟

جواب


مقدس کتاب په صفا توګه دا نۀ وائى چې د قائن ښځه څوک وه. دا يو ممکن جواب دا دې چې د قائن ښځه د هغۀ خور، خورزه، يا ورېروه وه. مقدس کتاب دا نۀ وائى چې کله يې هابيل ووژلو نو قائن د څو کالو وو (پېدائښت ٤: ٨) هغوى دواړه زميدار وو، نو په دې وجه داسې معلومېږى چې هغوى دواړه بالغ سړى وو، او کېدې شى چې د هغوى خپلې کورنۍ هم وې. په حقيقت د آدم او حوا د قائن نه بغېر نور زامن هم وو نو په هغه وخت کښې هابيل ووژلې شو. په رښتيا سره وروستو د هغوى نور بچى هم پېدا شول (پېدائښت ٥: ٤). دا حقيقت چې د هابيل د وژلو نه پس قائن په خپل ژوند هم يرېدلو (پېدائښت ٤: ١٤) نه معلومېږى چې په هغه وخت کښې د هغوى نور بچى هم وو او غالباً چې د آدم او حوا نمسى او کړوسى هم وو. د قائن ښځه (پېدائښت ٤: ١٧) د آدم او حوا لور يا نمسې وه.

آدم او حوا هغه وړومبى يواځينى انسانان وو، نو په دې وجه د هغوى بچو سره بله لار نۀ وه صرف دا چې هغوى په خپلو کښې ودُونه کړې وې. خدائ پاک په خپلو کښې ودُونه کول تر هغې پورې نه وو منع کړى تر هغې پورې چې خلق ډېر شول او په خپلو کښې د وادونو کولو ضرورت نور نۀ وو. (ليوئيان ١٨: ٦-١٨). دا وجه دا ده چې کله خلق د يو جين سره تعلق لرى نو د هغوى بچى څۀ نه څۀ د جين خرابۍ لرى لکه ورور او خور. دا په دې وجه چې د هغوى مور او پلار دواړو په خپله هم دغه د جين خرابۍ لرلې. کله چې د مختلفو کورنو خلق بچى لرى نو دا ډېر کم کېږى چې دواړه ښځه او خاوند به يو شان د جين خرابۍ ولرى. انسانى جينى کوډ په ډېر زيات مقدار باندې زيات شوې دې او د صدو په وجه جينى خرابۍ هم يو په دوه شوې دى. او د يو نه بل ته منتقلې شوې دې. آدم او حوا دا د جين خرابۍ نه لرلې نو په دې وجه هغوى د دې قابل شول چې د هغوى د اولاد وړومبى نسلونو زمونږ په نسبت ښۀ صحتونه ولرل. کۀ د آدم او حوا په بچو کښې چا د جين خرابۍ لرلې هم نو دا د هغوى د پاره خطرناکه نۀ وه چې په خپلو کښې يې وادونه کړى وې. کېدې شى چې دا عجيبه يا د بې عزتۍ خبره ښکاره شى چې مونږ دا سوچ کوو چې قائن خپله خور وادۀ کړې وه. په شروع کښې خدائ پاک شروع د د يو سړى او يوې ښځې نه وکړه، نو په دوئ پسې دويم نسل د پاره بله لار نۀ وه خو صرف دا چې هغوى په خپلو کښې وادونه کړى وې.

English



د پښتو ته راواپس کېدل

د قائن ښځه څوک وه؟ د قائن ښځه د هغۀ خور وه؟
Facebook icon Twitter icon Pinterest icon Email icon
© Copyright Got Questions Ministries