settings icon
share icon
سوال

آيا خدائ پاک د عيسائيانو نه زکات غواړى؟

جواب


زکات يوه داسې مسئله ده چې ډېر عيسائيان په دې باندې نۀ پوهېږى. په ډېرو کليساو کښې په زکات ډېر زور راوړلې شى. هم په دې وخت کښې، ډېر عيسائيان د دې خبرې نه انکار کوى چې مقدس کتاب په مطابق خدائ پاک ته نذرانې پېش کړى. زکات ورکول دا په حقيقت يو خوشحالى ده، يو برکت دې. په افسوس سره، دا د نن وخت په کليسا کښې ډېر کم دې.

زکات د زړې لوظ نظريه. زکات د شريعت يو شرط وو چې ټول اسرائيليانو به چې څۀ ګټل يا به يې څۀ پېدا کېدل نو لسمه برخه يې مقدسې خېمې له يا عبادت خانې له ورکوله (ليوئيان ٢٧: ٣٠؛ شمېر ١٨: ٢٦؛ استثناء ١٤: ٢٤؛ د تاريخ دويم کتاب ٣١: ٥). څۀ خلق وائى چې زکات د محصول يوه طريقه وه چې د امامانو او ليوئيانو د قربانۍ د نظام ضرورتونه به ورباندې پوره کېدل. نوې لوظ نامه يو ځائ کښې هم دا حکم نۀ ورکوى، يا داسې هم وائى چې عيسائيان دې قانونى زکات ورکوى. پولوس وايى چې ايماندارانو له په کار دى چې د خپلې ګټې يوه حصه بېله کړى چې د کليسا مدد وکړى شى. ( د کورنتيانو په نوم اول خط ١٦: ١-٢)

په نوې لوظ نامه کښې په يو ځائ کښې هم دا نۀ دى ليکلى شوى چې د زکات د پاره دې يو خاص مقدار بيل کړې شى. خو صرف دومره وائى چې دا د ګټې په مطابق وى. ( د کورنتيانو په نوم اول خط ١٦: ٢). عيسائى کليسا په خامخا لسمه برخه اخلى کوم چې د زړې لوظ نامې د زکات مقدار دې او دا د عيسائيانو د پاره کم از کم منتحب شوې مقدار دې. اګرچې نوې لوظ نامه د يو خاص مقدار د ورکولو په باره کښې نۀ وائى خو دا د دې د فائدې او اهميت په باره کښې خبرې کوى. چې څوک قابل وى نو هغه دې د خپلې ګټې په مطابق دا ورکوى. کله کله د دې مطلب د لسمې برخې نه زيات ورکول دى، کله د دې مطلب د لسمې برخې نه کم کېدې شى. دا هر څۀ د يو عيسائى د قابليت او د کليسا د ضرورت سره تعلق لرى. هر يو ايماندار په د زړۀ دعا کول په کار دى او د خدائ پاک حکمت لټول په کار دى چې هغه کښې حصه واخلى او چې په دې پوهه شى چې څومره ورکول په کار دى. ”اَؤ هر چا چه څومره په زړۀ کښې مُقرر کړى دى،هغه هومره به ورکوى اَؤ نۀ په مجبورئ اَؤ نۀ دَ فرض په طور ځکه چه خُدائې په خوشحالئ ورکوُونکى سره مينه لرى.“ (د کورنتيانو په نوم دويم خط ٩: ٧)

English



د پښتو ته راواپس کېدل

آيا خدائ پاک د عيسائيانو نه زکات غواړى؟
Facebook icon Twitter icon Pinterest icon Email icon
© Copyright Got Questions Ministries