settings icon
share icon
سوال

آيا زۀ مسلمان يم، ما له دا خيال ولې کول په کار دى چې زۀ عيسائى شم؟

جواب


غالباً د ټولو نه اهمه نقطه د عيسائيت او د اسلام په مېنځ کښې د تعلق هغه ده چې څۀ قران شريف د عيسٰى مسيح په باره کښې وائى. قران وائى الله تعالٰى عيسٰى مسيح راولېږلو او د روح القدوس طاقت يې ورکړو (دويم سورة آيت ٨٧)، الله تعالٰى عيسٰى مسيح اوچت کړو، (دويم سورت آيت ٢٥٣)، عيسٰى مسيح صادق او بې ګناه وو (دريم سورت آيت ٤٦)؛ شپږم سورت آيت ٨٥؛ نولسم سورت آيت ١٩)، عيسٰى مسيح د مړو نه راپاڅيدلې وو (نولسم سورت آيت ٣٣-٣٤)، او الله تعالٰى حکم ورکړو چې د يو مذهب بنياد کېږدى (سورت ٤٢ آيت ١٣)، عيسٰى مسيح آسمان ته وختو (سورت ٤ آيت ١٥٧-١٥٨). نو په نتيجه کښې وفادارو مسلمانو له په کار دى چې هغوى د عيسٰى مسيح د تعليماتو سره خپل ځان اموخته کړى او په هغې عمل وکړى (سورت ٣: ٤٨-٤٩؛ ٥: ٤٦).

د عيسٰى مسيح تعليمات په انجيل شريف کښې د هغۀ شاګردانو په ذريعه په تفصيل سره ليکلى شوى وو. سورت ٥ آيت ١١١ دا بيان کوى چې د هغه په شاګردانو باندې د الله تعالٰى نه دا څرګنده شوې وه چې عيسٰى مسيح او د هغۀ په پېغام باندې عمل وکړى. سورت ٦١ ايت ٦، ١٤ دا اشاره کوى عيسٰى مسيح او د هغۀ شاګردان د الله تعالٰى مددګارانو په توګه وو. نو د عيسٰى مسيح شاګردانو به د هغه تعليمات بالکل په صحيح توګه ليکلى وى. قران مسلمان له حکم ورکوى چې وګورى او په تورات او انجيل دواړو باندې عمل وکړى. ( سورت ٥ آيت ٤٤-٤٨). کۀ عيسٰى مسيح بې ګناه وى، نو چې د هغۀ څۀ سوچ وو نو هغه بېخى رښتيا دى. کۀ د عيسٰى مسيح شاګردان د الله تعالٰى مددګار وى، نو هغوى به د عيسٰى مسيح تعليمات بالکل صحيح ليکلى وى.

د محمد ص په ذريعه الله تعالٰى مسلمانو له حکم ورکوى چې د انجيل شريف ولولى. که انجيل شريف ګډ وډ شوې وې نو الله تعالٰى به داسې حکم نۀ ورکولې. نو په دې وجه د محمد ص په وخت کښې انجيل شريف صحيح او حقيقى وو. د انجيل شريف داسې کتابونه شته چې هغه د محمد ص د وخت نه پينځۀ نيم سوه کاله په خوا وو. د انجيل شريف داسې په زرګونو نسخې شته چې د هغه تقابلى جائزه د ډېرو پخوانو نسخو سره کېږى، يعنې د محمد ص د وخت نه نسخې او هغه نسخې د چې د محمد ص د وخت نه پس دى. دا په صفا توګه ښکاره ده چې د انجيل شريف ټولې نسخې ډېرې يو شان دى چې هغه د عيسٰى مسيح او د هغۀ د تعليماتو په باره کښې وائى. داسې ثبوت بالکل نشته چې انجيل شريف ګډ وډ شوې دې. نو په دې وجه مُونږ د اعتماد سره وئيلې شو چې د انجيل شريف تعليمات رښتونى دى، او الله تعالٰى د انجيل شريف په صحيح توګه باندې حفاظت کړې دې.

هغه يو څو څۀ څيزونه دى چې انجيل شريف يې د عيسٰى مسيح په باره کښې ليکى؟ په يوحنا ١٤: ٦ کښې عيسٰى مسيح بيان کوى، ”زۀ لار يم او حق يم او زۀ ژوندون يم. زما نه بغېر هيڅ څوک هم خدائ پلار ته نۀ شى تلې.“ د عيسٰى مسيح خيال دا وو چې هغه خدائ پاک ته يواځينۍ لار ده. په متى ٢٠: ١٩ کښې عيسٰى مسيح ووئيل، چې هغه به په صليب کړې شى، وبه وژلې شى، او په دريمه ورځ به د مړو نه پاڅى. انجيل شريف په صفا توګه دا ليکى چې دا هم هغه شان وشول چې څنګه عيسٰى مسيح د دې پېشن ګوئى ورکړې وه (متى باب ٢٧-٢٨، مرقس باب ١٥-١٦، لوقا باب ٢٣-٢٤ ، يوحنا ١٩-٢١). د الله تعالٰى يو لوئ پېغمبر عيسٰى مسيح دا اجازت ولې ورکوى چې هغه ووژلې شى؟ الله تعالٰى د دې اجازت ولې ورکوى؟ عيسٰى مسيح وائى چې د دې نه لويه مينه بله نشته چې يو دوست د بل دوست د پاره د خپل ژوند قربانى ورکړى (يوحنا ١٥: ١٣). يوحنا ٣: ١٦ وائى خدائ پاک زمونږ سره دومره مينه وکړه چې هغۀ عيسٰى مسيح راولېږلو چې زمونږ د پاره قربان شى.

مونږ د عيسٰى مسيح ولې ضرورت دې چې هغه زمونږ د پاره خپل ژوند قربان کړى؟ دا د اسلام او عيسائيت په مېنځ کښې بنيادى فرق دې. اسلام وائى چې د الله تعالٰى انصاف په دې خبره باندې دې چې ستا د نيکو يا د بدو عملونو تله درانېږى يا سپکېږى. عيسائيت دا تعليم ورکوى چې هيڅ څوک هم د دې قابل نشته چې د هغۀ نيک عملونه د بدو عملونه نه درانه شى. که دا ممکن هم وې چې د نېکو عملونو سره بدو عملونه سپک شى، الله تعالٰى ډېر زيات او بېخى پاک دې چې هغه هيچا له هم دا اجازت نۀ ورکوى چې هغه آسمان ته راشى او هغه صرف يوه ګناه هم کړې وى. الله تعالٰى مکمل پاک دې، او هغه د هر قسم ناپاک څيزونه جنت ته نه پرېږدى. چې هغه مونږ ټول د دوزخ سيدها لارې ته د همېشه د پاره پرېږدى. د الله تعالٰى پاکوالې د ګناه د پاره د همېشه عدالت غوښتنه کوى. نو په دې وجه عيسٰى مسيح زمونږ د پاره قربان شو.

لکه څنګه چې قران وائى چې عيسٰى مسيح بې ګناه وو. داسې يو انسان هم څنګه ټول ژوند بغېر د ګناه کولو نه تېرولې شى؟ دا نا ممکن دى. نو بيا عيسٰى مسيح داسې څنګه وکړل؟ عيسٰى مسيح د يو انسان نه زيات وو. عيسٰى مسيح په خپله دا دعوه وکړه چې هغه د خدائ پاک سره يو وو (يوحنا ١٠: ٣٠). عيسٰى مسيح په خپله دا اعلان وکړو چې هغه د تورات خدائ پاک دې (يوحنا ٨: ٥٨). انجيل شريف په صفا توګه دا تعليم ورکوى چې هغه د انسان په شکل کښې خدائ پاک وو. (يوحنا ١: ١، ١٤). خدائ پاک ته پته وه چې مونږ ټولو ګناه کړې ده نو په دې وجه مونږ جنت ته نه شو تلې. خدائ پاک ته پته وه چې صرف په يوه طريقه باندې زمونږ ګناه معاف کېدې شى چې زمونږ د ګناه قرض ادا شى. خدائ پاک ته پته وه چې صرف هغه دومره لوئ قيمت ادا کولې شى. خدائ پاک يو انسان په شان شو يعنې عيسٰى مسيح، يوه بې ګناه ژوند يې تېر کړو (سورت ٣ ايت ٤٦؛ سورت ٦ ايت ٨٥؛ سورت ١٩ ايت ١٩)، د مکمل پېغام تعليم يې ورکړو، او زمونږ د پاره مړ شو، او زمونږ د ګناه يې کفاره ادا کړه. خدائ پاک داسې ځکه وکړه چې هغۀ زمونږ سره مينه کوله، ځکه چې هغۀ غوښتل چې مونږ د همېشه د پاره د هغه سره په جنت کښې يو.

نو د دې ستا د پاره څه مطلب دې؟ عيسٰى مسيح زمونږ د ګناه د پاره يوه مکمله قربانى وه. خدائ پاک زمونږ ټولو د پاره د معافۍ او نجات پېش کوى که مونږ په ساده توګه د هغۀ تحفه قبوله کړه (يوحنا ١: ١٢)، چې په عيسٰى مسيح کښې ايمان ولرو چې هغه نجات ورکوونکې دې چې هغۀ زمونږ د پاره خپل ژوند ورکړو. چې مونږ د هغه دوستان يو. کۀ تۀ په عيسٰى مسيح باندې يقين ولرې چې هغه ستا نجات ورکوونکې دې، نو تا ته به په مکمله توګه په جنت کښې د همېشه ژوند ذمه وارى ملاو شى. خدائ پاک به ستا ګناه معاف کړى، ستا روح به ووينځى، او روح به نوې کړې، هغه به تا په دې دنيا کښې ښه ژوند درکړى، او په بله دنيا کښې به د همېشه ژوند درکړى. مونږ دومره قيمتى تحفه څنګه نامنظوره کوو؟ مونږ څنګه هغه خدائ پاک ته څنګه شا وګرځووو چې هغۀ زمونږ سره دومره مينه وکړه چې خپل ځان يې زمونږ د پاره قربانى کړو؟

که تا د هغې يقين وى چې څۀ عقيده لرې نو مونږ تا له دا دعوت درکوو چې دا لاندينۍ دعا ووايه: ”خدايه پاک زما مدد وکړه چې هغه څه وپېژنم چې رښتيا دى. زما مدد وکړه چې د هغۀ څه سره اختلاف ولرم چې څۀ غلط وى. زما مدد وکړه چې هغه لار وپېژنم چې هغه سيدها نجات ته ځى.“ خدائ به همېشه د داسې دعا عزت کوى.

کۀ ته عيسٰى مسيح د نجات ورکوونکى په توګه قبلوې، نو په ساده ټکو کښې خدائ پاک ته ووايه په ژبه او په خاموشۍ سره، او هغۀ ته ووايه چې تۀ د عيسٰى مسيح په ذريعه نجات مومې. کۀ تۀ يوه دعا وئيل غواړې، نو دلته يو مثال دې: ”خدايه پاک ستا زما سره د مينه شکريه. ستا زما د پاره د خپل ځان قربانولو شکريه. زما د پاره د نجات او خلاصون د بندوبست کولو د پاره شکريه. زۀ د عيسٰى مسيح په ذريعه د نجات دا تحفه قبلوم. زه دا يقين لرم چې عيسٰى مسيح زما نجات ورکوونکې دې مالکه خدايه زه ستا سره مينه کوم او خپل ځان تا ته حواله کوم. آمين!“

تۀ چې دلته څۀ لوستلى د هغې په وجه تا د عيسٰى مسيح په باره کښې څۀ فېصله کړې ده څه؟ کۀ داسې وى نو دا لاندې بټن باندې کلک کړئ. ”ما نن مسيح قبول کړې دې“

English



د پښتو ته راواپس کېدل

آيا زۀ مسلمان يم، ما له دا خيال ولې کول په کار دى چې زۀ عيسائى شم؟
Facebook icon Twitter icon Pinterest icon Email icon
© Copyright Got Questions Ministries