settings icon
share icon
سوال

مقدس کتاب د تثليث په باره کښې څۀ ښائى؟

جواب


د عيسائيت په باره کښې د ټولو مشکل تصور دا دې چې هغې ته تثليث وائيلې شى دا څۀ هيڅ طريقه نشته چې په صفا توګه دا واضح کړې شى. تثليث يو داسې تصور دې چې د يو انسان د پاره هم دا ممکن نۀ دى چې په دې باندې پوره پوهه شى، يا يې واضح کړى. خدائ پاک بې شکه د هغې نه لوئ چې مونږ څومره يو، نو مونږ له دا توقع لرل نه دى په کار چې په هغه باندې په پوره توګه پوهه شو. مقدس کتاب دا وائى چې پلار خدائ پاک دې، چې مسيح خدائ دې، او روح القدوس خدائ دې. مقدس کتاب دا هم وائى چې صرف يو خدائ دې. اګرچې مونږ په څه حقيقتونو باندې پوهېدې شو چې په تثليث کښې درې واړه د يو بل سره لرى. بې شکه چې په دې باندې د انسان ذهن نۀ رسېږى. اګرچې د دې دا مطلب نۀ دې چې دا رښتيا نۀ دى يا د مقدس کتاب د پېغام په مطابق نۀ دى.

دا خبره په ذهن کښې وساتئ چې په مقدس کتاب کښې د تثليث ټکې نۀ دې استعمال شوې. دا هغه اصطلاح ده چې د خدائ پاک درې شخصى خوبى په باره کښې وائى، دا حقيقت چې دا درې متوازى شخصيت خدائ پاک جوړېږى. په دې پوهېدل چې د دې دا مطلب بالکل نۀ دې چې درې خدايان دى. تثليث يو دې چې خدائ پاک د درېو شخصياتو نه جوړېږى. په دې ټکى يعنې تثليث په استعمالو کښې هيڅ خرابى نشته او دا ټکې يو خدائ پاک د پاره دې. په لنډو ټکو کښې د درېو شخصى پهلو يو خدائ پاک دې. که د دې په وجه ته څۀ مسئله وى، دا خيال وکړه چې نيکۀ ټکې په مقدس کتاب نۀ دې استعمال شوې. خو مونږ ته دا پته ده چې په مقدس کتاب کښې نيکۀ وو. ابراهيم ع د يعقوب ع نيکۀ وو. نو په تثليث ټکى ځان مۀ نښوله. د دې تصور اصلى اهميت څۀ دې چې دا يې نمائندګى کوى. تثليث په مقدس کتاب کښې نشته. د مقدس کتاب نه به ايتونه د بحث د پاره ورکولې شى.

١ خدائ پاک يو دې: استثناء ٦: ٤؛ د کورنتيانو په نوم اول خط ٨: ٤؛ د ګلتيانو په نوم خط ٣: ٢٠؛ د تيمطوس په نوم اول خط ٢:٥

٢ تثليث د درې شخصياتو مجمع ده: پيدائښت ١:١؛ ١ک ٢٦؛ ٣ک ٢٢؛ ١١: ٧، يسعياه ٦: ٨؛ ٤٨: ١٦؛ ٦١: ١؛ متى ٣: ١٦-١٧؛ متى ٢٨: ١٩؛ د کورنتيانو په نوم دويم خط ١٣ک ١٤. د زړې لوظ په ايتونو کښې د عبرانۍ پوهه فائده منده ده. په پېدائښت ١: ١ کښې جمع ټکې ايلوهيم استعمال شوې دې. په پېدايښت ١: ٢٦؛ ٣: ٢٢؛ ١١: ٧ او يسعياه ٦: ٨ کښې جمع ټکې استعمال شوې دې. چې اېلوهيم او مونږ بغېر د سوال نه د يو کس نه زياتو کسان ته اشاره ده. په انګلش کښې تۀ، دا شکلونه لرى يعنې جمع او واحد، په عبرانۍ کښې تۀ درې شکلونه لرى، واحد، جمع، او جوړه. جوړه صرف د دوو د پاره دې. جوړه شکل د هغه څيزونو د پاره راځى لکه چې سترګې، غوږونه، او لاسونه. ايلوهيم ټکې او مونږ وئيل بې شکه دا جمع شکل دې. چې په حقيقت کښې د يو نه زيات دى. او دا د درېو يا د دې نه زياتو ته اشاره ده. (پلار، زوئ، او روح القدوس)

په يسعياه ٤٨: ١٦ او ٦١ک ١، زوئ خبرې کوى چې اشاره يې پلار او روح القدوس ته وى. که مونږ يسعياه ٦١: ١ د لوقا ٤: ١٤-١٩ سره موازنه وکړو نو وبه ګورو چې دا زوئ خبرې کوى. متى ٣: ١٦-١٧ د مسيح د بپتسمې بيان کوى. دا خدائ پاک وى چې په روح القدوس کښې ښکارى هغه زوئ. او خدائ پلار په زوئ کښې د خپلې خوشحالۍ اعلان کوى. متى ٢٨: ١٩ او د کورنتيانو په نوم دويم خذ ١٣: ١٤ د درې مختلفو شخصيتونو مثالونه دى.

٣ د تثليث غړى په مختلفو ايتونو کښې د يو بل نه مختلف دى: په زړه لوظ نامه کښې ، مالک د مالک خدائ نه مختلف دې (پېدائښت ١٩: ٢٤؛ هوسيا ١: ٤) مالک خدائ يو زوئ لرى (زبور ٢: ٧، ١٢؛ متلونه ٣٠: ٢-٤). روح د مالک خدائ نه مختلف دې (شمېر ٢٧: ١٨) او د خدائ پاک نه (زبور ٥١: ١٠-٤). خدائ زوئ د خدائ پلار نه مختلف دې (زبور ٤٥: ٦-٧)؛ د عبرانيانو په نوم خط ١: ٨-٩). په نوې لوظ نامه کښې، يوحنا ١٤: ١٦-١٧ چرته چې مسيح د پلار سره خبرې کوى چې يو مددګار راولېږى، يعنې په روح القدوس کښې. دا ښائى چې مسيح خپل ځان پلار يا روح القدوس ونۀ ګڼلې. وګورئ د انجيل په نورو ټولو ځايونو کښې کله چې مسيح د پلار سره خبرې کوى. آيا د خپل ځان سره خبرې کولې؟ نه. هغه د تثليث بل کس سره خبرې کولې يعنې پلار.

٤ د تثليث هر يو غړې خدائ پاک دې: پلار خدائ پاک دې: يوحنا ٦: ٢٧؛ د روميانو په نوم خط ١: ٧؛ د پطروس په نوم اول خط ١: ٢. زوئ خدائ پاک د‌ې: يوحنا ١: ١، ١٤؛ د روميانو په نوم خط ٩: ٥؛ د عبرانيانو په نوم خط ١: ٨؛ د يوحنا په نوم اول خط ٥: ٢٠. روح القدوس خدائ پاک دې. اعمال د رسولانو ٥: ٣-٤؛ د کورنتيانو په نوم خط ٣: ١٦ (هغه کس چې په روح کښې اوسېږى د روميانو په نوم اول خط ٨: ٩؛ يوحنا ١٤: ١٦-١٧؛ اعمال د رسولانو ٢: ١-٤)

٥ په تثليث کښې لاندې عهده: مقدس کتاب دا ښائى چې روح القدوس د پلار او زوئ نه لاندې دې. او زوئ د پلار لاندې دې. دا يوه ابدى رشته ده، او په تثليث کښې د يوې رشتې رد هم نۀ کوى. په ساده ټکو دا يوه داسې مسئله ده چې زمونږ ذهنونه په لوئ خدائ پاک باندې نه پوهېږى. د زوئ په باره کښې وګوره: لوقا ٢٢: ٤٢؛ يوحنا ٥: ٣٦؛ يوحنا ٢٠: ٢١؛ د يوحنا په نوم اول خط ٤ک ١٤. د روح القدوس په باره کښې وګورئ: يوحنا ١٤: ١٦؛ ١٤: ٢٦؛ ١٥: ٢٦؛ ١٦: ٧ او خصوصاً ١٦: ١٣-١٤.

٦ د تثليث د هر يو غړى کار: پلار د ټولو نه لوئ بنيادى او سبب دې. کائنات (د کورنتيانو په نوم اول خط ٨: ٦؛ مکاشفات ٤: ١١)؛ وحى (مکاشفات ١: ١) نجات (يوحنا ٣: ١٦-١٧)؛ او د مسيح انسانى کارونه (يوحنا ٥: ١٧؛ ١٤: ١٠) پلار دا ټول کارونه شروع کوى

پلار د زوئ په ذريعه دا کارونه کوى: پېدائښت او د کائنات باقى ساتل. (د کورنتيانو په نوم اول خط ٨: ٦؛ يوحنا ١: ٣؛ کولسيانو په نوم خط ١: ١٦-١٧) وحى (يوحنا ١: ١؛ متى ١١: ٢٧؛ يوحنا ١٦: ١٢-١٥؛ مکاشفات ١: ١)؛ نجات (د کورنتيانو په نوم دويم خط ٥: ١٩؛ متى ١: ٢١؛ يوحنا ٤: ٤٢). پلار د زوئ په ذريعه دا ټول کارونه کوى.

د روح القدوس مطلب دا دې چې د هغۀ په ذريعه پلار دا کارونه کوى پېدائښت او د کائنات ساتل (پېدائښت ١: ٢؛ ايوب ٢٦: ١٣؛ زبور ١٠٤: ٣٠) وحى (يوحنا ١٦: ١٢-١٥؛ د افسيانو په نوم خط ٣: ٥؛ د پطروس په نوم دويم خط ١: ٢١) نجات (يوحنا ٣: ٦؛ تيطوس په نوم خط ٣ک ٥؛ د پطروس په نوم اول خط ١: ٢) مسيح کار کوى (يسعياه ٦١: ١؛ اعمال د رسولانو ١٠: ٣٨). پلار دا ټول کارونه د روح القدوس د طاقت سره کوى.

د تثليث د ټولو نه بهترينه نمونه هم په پوره توګه صحيح بيان نۀ دې. اګۍ په پوستکى کښې ناکامه شى، سپينه،او زېړ د اګۍ حصي دى چې په خپله اګۍ نۀ دى. پلار ، زوئ او روح القدوس د خدائ پاک حصې دې، هر يو خدائ دې. د اوبو مثال هم ناکام کېږى. د مائع حالت، الوتونکى حالت، او واورې شکل دا اوبو مختلف حالتونه دى. پلار، زوئ او روح القدوس د خدائ پاک شکلونه نۀ دى، هر يو په کښې خدائ دې. نو دا مثالونه د تثليث تصوير ورکوى، خو دا تصوير په مکمله توګه پوره نۀ دې. يو مکمل خدائ پاک د مثالونو په ذريعه په پوره توګه نۀ شى بيانولې. په ځائ د دې چې تثليث ته وګورو، نو هغه حقيقت وګورئ چې خدائ پاک څومره لوئ دې او زمونږ د هغۀ فطرت اوچت دې. ”٣٣ واه! دَ خُدائې دولت،عِلم اَؤ پوهه څومره بې پايانه ده،اَؤ دَ هغۀ اِنصاف څومره دَ اِدراک نه بهر دې اَؤ دَ هغۀ لارې څومره نا آشنا دى!

٣٤ ((دَ خُدائې په اِراده څوک پوهيدې شى؟ څوک دَ هغۀ صلاح کار شو؟“

English



د پښتو ته راواپس کېدل

مقدس کتاب د تثليث په باره کښې څۀ ښائى؟
Facebook icon Twitter icon Pinterest icon Email icon
© Copyright Got Questions Ministries