د خدائ پاک خصوصيات څۀ دى؟ خدائ پاک د څۀ څيز په شان دې؟




سوال: د خدائ پاک خصوصيات څۀ دى؟ خدائ پاک د څۀ څيز په شان دې؟

جواب:
چې مونږ کوشش کوو نو انجيل شريف د دې سوال جواب دې، چې په کښې ډېر څۀ د خدا‌ئ پاک په باره کښې په کښې پېدا کېږى! څوک چې دا وضاحت معلومول غواړى کۀ هغوى وړومبې دا مکمل ولولى نو کېدې شى چې مددګار ورته ثابت شى؛ بيا دې واپس لاړ شى او د مقدس کتاب نه خوښ شوى اياتونه دې وګورى چې دا ورته نور هم صفا شى. د مقدس کتاب حوالې ډېرې ضرورى دى، ځکه چې د مقدس کتاب د اختياراتو نه بغېر به صرف د ټکو جمع کېدل د انسان د سوچ نه بهتر څۀ نۀ وى، چې دا بذات خود د خدائ پاک د پېژندو د پاره اکثر ټيک نۀ دې (آيوب ٤٢: ٧). دا وئيل چې دا زمونږ د پاره اهم دى چې په دې باندې پوهه شو چې خدائ پاک د يوې لوئ حکمت په شان دې! دا به لکه ناکامى وى چې څۀ د دې باعث شى چې مونږ غلط خدايان مقرروُو، په هغوى پسې لاړُو او يا د هغوى عبادت وکړو نو دا به د هغۀ مرضۍ خلاف وى. (د هجرت کتاب ٢٠: ٣-٥)

صرف خدائ پاک د ځان د پاره دا خوښه کړې ده چې هغه خپل ځان څرګند کړى نو هغه به وپېژندلې شى. د خدائ پاک د کمالاتو او خوبو نه يوه ”رڼا“ ده، مطلب دا چې هغه په خپله د ځان څرګندولو معلومات دې (يسعياه ٦٠: ١٩، يمياه ١: ١٧). دا حقيقت دې نظر انداز نۀ کړې شى چې خدائ پاک د خپل ځان علم څرګند کړې دې، ګنى په مونږ ټولو کښې دا کمې شته چې د هغۀ آرام ته داخل نۀ شو (د عبرانيانو په نوم خط ٤: ١) پېدائښت، مقدس کتاب، او کلام جوسه کېدل (عيسٰى مسيح) دا به زمونږ مدد وکړى چې خدائ پاک د څۀ څيز په شان دې.

راځى چې په دې باندې ځان پوهېدل شروع کړو چې خدائ پاک زمونږ پېدا کوونکې دې او مونږ د هغۀ د پېدائښت يوه حصه يُو (پېدائښت ١: ١ زبور ٢٤: ١). خدائ پاک ووئيل چې انسان هغۀ د خپل ځان په شان پېدا کړې دې. بنيادم د نور ټول مخلوق نه اوچت دې او دې باندې اختيار ورکړې شوې وو (پېدائښت ١: ٢٦_٢٨ْ). پېدائښت د هغۀ په وېنا په خپله شوې وو خو بيا هغۀ پرې يو سرسرى نظر اچولې وو (پېدائښت ٣: ١٧-١٨؛ د روميانو په نوم خط ١: ١٩-٢٠). پېدائښت يو وسيع، پچېده، او ښائسته ګڼل، او د دې د پاره چې د خدائ پاک د لوئۍ په مطلب پوهه شو.

د خدائ پاک د يو څو نومونو په ذريعه زمونږ په دې لټون کښې دا مدد کېدې شى چې خدائ پاک د څۀ په شان دې. دلته لاندې يو څو دى:

اېلوهيم: طاقتور، لوئ (پېدائښت ١:١)
اډونائ: مالک، دا مالک او نوکر تعلق ته اشاره کوى (هجرت ٤: ١٠، ١٣)
اېل اېليون: ډېر اوچت، د ټولو نه تکړه (پېدائښت ١٤: ٢٠)
اېل روئ: د ټولو تکړه چې ليدونکې دې (پېدائښت ١٦: ١٣)
اېل شېدائ: خدائ تعالى (پېدائښت ١٧: ١)
اېل اولالم: ابدى خدائ پاک (يسعياه ٤٠: ٢٨)
يهوېه: مالک ”زۀ يم“، مطلب په خپله په ابدى وجود کښې پاتې کېدونکې خدائ پاک (هجرت ٣: ١٣، ١٤)

مونږ به اوس د خدائ پاک نور خصوصيات معلومول جارى وساتو، خدائ پاک ابدى دې، مطلب د هغۀ شروع نشته او د هغۀ وجود به هيڅ کله نۀ ختمېږى. هغه لافانى دې، مکمل، ( استثناء ٣٣: ٢٧؛ زبور ٩٠: ٢؛ د تيمتوس په نوم وړومبې خط ١: ٧). خدائ پاک لاتبديل دې، مطلب هغۀ نه بدلېدونکې دې؛ د دې مطلب دا دې چې خدائ پاک په پورا توګه اعتبارى او يقينى دې (ملاکى ٣: ٦؛شمېر ٢٣: ١٩؛ زبور ١٠٢: ٢٦، ٢٧). د خدائ پاک ثانى نشته، مطلب د هغۀ په شان په کار او په وجود کښې هيڅ څوک هم نشته، د هغۀ برابر هيڅ نشته او مکمل دې (دويم سموئيل ٧: ٢٢، زبور ٨: ٨٦، يسعياه ٤٠: ٢٦، متى ٥: ٤٨). خدائ پاک عليم دې، مطلب يې دا دې چې هغه په تېر شوى وخت، موجوده او راتلونکى وخت باندې پوهېږى، تر دې پورې چې هغه په هغه څيز هم پوهېږى چې زمونږ په زړۀ کښې څۀ دى؛ هغه چې په هر څۀ پوهېږى نو په دې وجه به هغه په صحيح انصاف سره د هر څيز انتظام کوى. (زبور ١٣٩: ١-٥؛ ٣: ٢١-٢٦)

خدائ پاک يو دې، د دې مطلب نه صرف دا چې بل خدائ نشته، بلکې دا هم دې چې هغه يواځې د دې قابل دې چې زمونږ ټول ضرورتونه پورا کړى، او يواځې هغه زمونږ د عبادت لائق دې (د ګردان سيپاره ٦: ٤). خدائ پاک صادق دې، مطلب يې دا چې خدائ پاک به غلط کار ته صحيح نۀ وائى؛ د هغۀ د صداقات او انصاف په وجه زمونږ ګناهونه معاف کېږى، عيسٰى مسيح د خدائ پاک انصاف وخت وليدو چې زمونږ ګناهونه په هغۀ باندې کېښودلې شول (د هجرت سيپاره ٩: ٢٧؛ متى انجيل ٢٧: ٤٥-٤٦)؛ د روميانو په نوم خط ٣: ٢١-٢٦)

خدائ پاک اختيارمند دې، مطلب هغه د ټولو لوئ دې؛ کۀ د هغۀ ټول مخلوق هم يو ځائ شى، په پوهۍ يا ناپوهۍ کښې خو بيا هم د هغۀ مقصد له شکست نۀ شى ورکولې (زبور ٩٣: ١؛ ٩٥: ٣؛ يرمياه ٢٣: ٢٠). خدائ پاک روح دې، مطلب دا چې هغه ښکارى نه (يوحنا ١: ١٨؛ ٤: ٢٤). خدائ پاک د درېو نه يو دې، مطلب هغه په يو کښې درې دې، هم داسې په وجود يو شان، په طاقت او په جلال کښې برابر. وګورئ د مقدس کتاب په اولو اياتونو کښې د هغۀ نوم واحد دې خو بيا هم درې مختلفو کسانو ته حواله ورکوى. ”پلار، زوئ، او روح القدوس“. (متى انجيل ٢٨: ١٩؛ مرقس ١: ٩-١١(. خدائ پاک حقيقت دې، مطلب دا چې هغه په خپل لوظ کښې موجود دې، هغه به بې داغه پاتې کېږى او دروغ نۀ وائى. (زبور ١١٧: ٢؛ د سموئيل اوله سيپاره ١٥: ٢٩).

خدائ پاک مقدس دې، مطلب دا چې هغه د ټولو اخلاق خرابو نه پاک دې او د دې نه نفرت کوى. خدائ پاک ټولې خرابې وينى او په دې خفه کېږى، په مقدس کتاب کښې د پاکوالى سره عموماً د اور ذکر راغلې دې. د خدائ پاک حواله داسې ورکړې شوې ده چې هغه اور رالېږى. يسعياه ٦: ٣؛ حبقوق ١: ١٣؛ هجرت ٣: ٢، ٤: ٥؛ د عبرانيانو په نوم خط ١٢: ٢٩). خدائ پاک د جلال نه ډک دې په دې کښې د هغۀ ښۀ والې ، مهربانى، رحم، او مينه هم شامله ده. دا هغه ټکى دى چې د هغۀ ښۀ والى د مطلب رنګ ورکوى. کۀ دا د خدائ پاک د فضل په وجه نۀ وې نو داسې په ښکارېدې چې د هغۀ صفت به مونږ د هغۀ نه جدا کولې. په شکر ګزارۍ سره دا خبره نشته، ځکه چې د هغۀ خواهش دې چې مونږ هر يو وپېژنى. (هجرت ٣٤: ٦؛ زبور ٣١: ١٩؛ د پطروس په نوم اول خط ١: ٣؛ يوحنا ٣: ١٦؛ يوحنا ١٧: ٣).

دا يو ښۀ کوشش دې چې د خدائ پاک په د کلام نه داسې جواب وشى. مهربانى وکړه چې ډېره حوصله ولرې چې د هغۀ لټون جارى وساتې. (يرمياه ٢٩: ١٣)



د پښتو ته راواپس کېدل



د خدائ پاک خصوصيات څۀ دى؟ خدائ پاک د څۀ څيز په شان دې؟