کۀ زۀ عيسائى شم، نو زما کورنۍ به ما پرېږدى او زما په معاشره کښې به زما سره ډېره سختى وشى. نو زۀ څۀ وکړم؟




سوال: کۀ زۀ عيسائى شم، نو زما کورنۍ به ما پرېږدى او زما په معاشره کښې به زما سره ډېره سختى وشى. نو زۀ څۀ وکړم؟

جواب:
دا د ايماندارانو د پاره مشکله خبره ده چې څوک په هغه وطنونو کښې اوسېږى چرته چې مذهبى آزادى د رواج د ګوټ کاڼى وى، چې په پوره توګه هغه قيمت ورکړى چې په عيسٰى مسيح پسې روان وى او د دنيا په نورو برخو کښې وى. مقدس کتاب اګرچې د خُدائ پاک کلام دې چې په دې باندې پوهېدل د ژوند په هر يو طرف کېدى چې د هغې تعلق د وخت او ځائ سره وى. عيسٰى مسيح په صفا ټکو دا ووئيل چې په هغه پسې تلل دا يو ګران کار دے. بې شکه دا زمونږ د پاره ډېر ګران پرېوزى، دا زمونږ ژوند اخستې شى. عيسٰى مسيح هغه ډلې ته ووئيل چې کومه په هغۀ پسې روانه وه، ”هر څوک چې په ما پسې راځى، نو هغه د د خپل ځان نه انکار وکړى او هغه دې خپل صليب واخلى او په ما پسې دې راځى.“ (مرقس ٨: ٣٤). صليب د مرګ يو څيز وو او عيسٰى مسيح دا صفا کول غوښتل چې په هغې پسې د تلو مطلب خپل ځان وژل دى. زمونږ ټول دُنياوى خواهشونه او جذبات دې خامخا ووژلې شى نو چې داسې مونږ په هغه کښې يو نوې ژوند ومومو، ځکه چې هيڅ څوک هم د دوو نيکانو خِدمت نۀ شى کولې (لوقا ١٦: ١٣). خو هغه نوې ژوند د هغه هر څۀ نه لوئ او قيمتى دے چې مونږ په دې دنيا کښې ملاوېږى.

دويمه خبره دا ده چې دا زمونږ نه زمونږ کورنۍ او دوستان جدا کولې شى. عيسٰى مسيح په متى کښې د دې وضاحت وکړو، ١٠: ٣٢-٣٩ چې د هغۀ راتلل د هغۀ منونکو په متى کښې د دې وضاحت وکړو، ١٠: ٣٢-٣٩ چې د هغۀ راتلل د هغۀ منونکو او د هغوى د کورنو په مېنځ کښې تقسيم راوسلې شى، خو هر څوک چې نفرت نۀ کوى، نو د هغۀ کورنۍ د هغۀ د منونکى جوړېدو نه قيمتى نۀ ده. کۀ تۀ عيسٰى مسيح نه انکار کوې دا د دې پاره چې تۀ په دنياوى کورنۍ کښې سکون ومومې، نو هغۀ په اسمان کښې زمونږ نه انکار وکرى، او که عيسٰى مسيح زمونږ نه انکار وکړى، نو مونږ ته به جنت ت د ننوتلو د پاره انکار وکړې شى. او که مونږ د انسانانو په مخ کښې د هغۀ اقرار وکړو، چې هغه قيمت ته فکر ونۀ کړو چې مونږ يې په ذاتى توګه ادا کولې شو، نو هغه به خپل پلار ته ووائى، ”دا کس زما دې، هغۀ ته په خپله بادشاهۍ کښې په خېر راغلې ووايه.“ ابدى ژوند د لوئ قيمتى ملغلره ده، په متى ١٣: ٤٤-٤٥ د هغه هر څۀ نه قيمتى دې چې مونږ يې لرو. دا ښه نه ده چې د هغه قسم ژوند واخلو او د ابدى ژوند ختم شى. ”دا يو انسان له څۀ فائده ورکوى چې ټوله دنيا د هغۀ شى او خو خپل روح بائيلى؟“ (مرقس ٨: ٣٦). کله چې جيم ايليوټ يو تبليغې په دې وجه قتل شوې وو چې په ايکډور کښې د عيسٰى مسيح نوم واخلى، هغۀ ووئيل، ”هغه لېونې نۀ دې چې څوک هغه څۀ ورکړى د پاره د دې چې هغه څۀ حاصل کړى چې هغه ورکېږى نه.“

عيسٰى مسيح دا هم صفا وئيلى دى چې د هغۀ په خاطر د سختۍ پېشن ګوئى شوې ده. هغه زمونږ دا حوصله افزائى کوى چې د هغه شاګرد د د پاره د توقع وکړو چې دا يوه عامه خبره ده، او په سختۍ کښې زړه محکم کړو. هغه تر دې پورې وائى چې په چا سختى وشى نو هغه بختور دې او وائى چې مونږ خوشحالى وکړو چې د هغه انعام د پاره چې په جنت کښې ډېر لوئ دې. (متى ٥: ١٠-١٢). هغه مونږ ته په يادوى چې د هغۀ په خلقو همېشه سختى کېږى. د زړې لوظ نامې په پېغمبرانو باندې سختى شوې وه، وهلى شوى وو تکليف کړى شوى وو او وژلى شوى وو. (د عبرانيانو په نوم خط ١١: ٣٧) صرف د يوحنا نه بغېر چې هغه د پاتموس جزيرې ته جلا وطن کړې شوې وو هغه د عيسٰى مسيح د تبليغ په وجه پهانسى کړې شوې وو. روايات دا بيان کوى چې پطروس دا ضد کولو چې هغه دې پهانسى کړې شى ځکه چې هغه خپل ځان هيڅ هم نۀ شمېرلو هم هغه شان څنګه چې د عيسٰى مسيح سره شوى وو. خو هغۀ په اول خط کښې وليکل ”که د عيسٰى مسيح په وجه ستا نه نفرت کېږى، نو تۀ بختور يې، ځکه چې د خدائ پاک روح او جلال په تا باندې دې“ (د پطروس په نوم اول خط ٤: ١٤). پولوس رسول په قېدخانه کښې بند کړې شوې وو او ډېر ځلې د عيسٰى مسيح د تبليغ په وجه په کاڼو ويشتلې شوې وو، خو هغۀ خپل تکليفونه د هغې نه هم زيات نۀ ګڼل چې د هغې د ذکر د هغې سره برابر کړى چې کوم جلال د هغۀ د پاره انتظار کولو. (د روميانو په نوم خط ٨: ١٨)

اګرچې د شاګردۍ دا قيمت اوچت ښکارى، نو داسې د جنت په شان د زمکې انعامونه هم شته. عيسٰى مسيح زمونږ سره دا وعده کړې ده چې هغه په همېشه زمونږ سره وى ( د عبرانيانو په نوم خط ١٣: ٥)؛ هغۀ ته زمونږ درد او تکليف پته ده، ځکه چې هغه زمونږ د پاره په تکليف کړې شوې وو (د پطروس په نوم اول خط ٢: ٢١)؛ زمونږ د پاره د هغۀ د مينې ختمېدل نشته، او هغه به زمونږ د قابليت نه اخوا امتحان نۀ اخلى او همېشه به د دې لاندې زمونږ د پاره يوه لار جوړوى (د کورنتيانو په نوم اول خط ١٠: ١٣). کله چې مونږ د خپلې کورنۍ يا قوم نه وړومبى کسان يو چې عيسٰى مسيح مو قبول کړې وى، نو مونږ د خدائ پاک د کورنۍ کسان شو او بيا مونږ د خپلو مينه کوونکو او د دنيا د پاره د هغۀ سفيران يو. کېدې شى چې مونږ هغه څۀ يو چې هغه نور ځان ته راولى، چې مونږ له هغه خوشحالى راکوى چې د هغه هر څه نه زياتى وى چې د هغې په باره کښې مونږ تصور هم نۀ وى کړې.



د پښتو ته راواپس کېدل



کۀ زۀ عيسائى شم، نو زما کورنۍ به ما پرېږدى او زما په معاشره کښې به زما سره ډېره سختى وشى. نو زۀ څۀ وکړم؟