مقدس کتاب د طلاق او بيا وادۀ کولو په باره کښې څۀ وائى؟




سوال: مقدس کتاب د طلاق او بيا وادۀ کولو په باره کښې څۀ وائى؟

جواب:
د ټولو نه اول، چې يو کس د طلاق د مسئلې په باره کښې څۀ نظر لرى دا اهم ده چې د مقدس کتاب د ملاکى ٢: ١٦ خبره په ذهن کښې وساتلې شى: ”زۀ د طلاق نه نفرت کوم، مالک خدائ د اسرائيليانو خدائ پاک داسې وائى.“ د مقدس کتاب په مطابق، وادۀ د خدائ پاک د ټول ژوند منصوبه ده. ”نو دوى دوه نۀ دى بلکه يو وجُود دى. ځکه چه خُدائې دوئ يو ځائې کړى دى نو بنى آدم دِ ئې کله هم نۀ جُدا کوى.“ (متى ١٩: ٦). خدائ پاک ته پته ده، چې وادۀ دوه ګناهګار انسانان سره يو ځائ کوى نو په دې وجه طلاق مخې ته راځى. په زړه لوظ نامې کښې هغۀ د دې د پاره څۀ قانون جوړ کړل چې د طلاق د حقونو حفاظت وکړى په خاصه توګه د ښځې (استثناء ٢٤: ١-٤). مسيح دې قانون ځکه اشاره وکړه چې هغۀ ته د خلقو د زړُونو د سختوالى پته وه، په دې وجه نه چې هغه د خدائ پاک خوښه وه. (متى ١٩: ٨)

په دې خبره کښې خبره کښې اختلاف شته چې د مقدس کتا په مطابق د طلاق او بيا وادۀ کول اجازت شته څۀ مقدس کتاب د مسيح هغه بنيادى خبرو ګېرچاپېره تاوېږى چې په متى ٥: ٣٢ او ١٩: ٩ کښې دى. په مقدس کتاب کښې د وادۀ د بې وفائۍ نه بغېر جمله هغه يواځينۍ خبره ده چې ممکنه طريقې سره خدائ پاک د طلاق او بيا وادۀ کولو اجازت ورکوى. ډېرې ترجمې په دې پوهېږى چې دا د وادۀ د بې وفائۍ طرف ته حواله ده. د يهوديانو په رواج کښې، کله چې د سړى او ښځې کوژدن وشوه نو هغوى به وادۀ کړى شوى ګڼلى شول. نو د کوژدنې په دوران کښې بد اخلاقى هغه د طلاق د پاره هغه يواځينۍ وجه وه

اګرچې د يونانۍ ژبې ټکې د وادۀ بې وفائى مطلب د هر قسم جنسى بد اخلاقى ده. د دې مطلب ، کنجرتوب، زنا، وغېره ده. مسيح وائى چې د طلاق اجازت په هغه وخت کښې شته چې جنسى غلطۍ وشى. جنسى تعلق د وادۀ يو تړلې شوې تړون دې. ”هغوى دواړه به يو بدن شى“ (پېدائښت ٢: ٢٤؛ متى ١٩: ٥؛ د افسيانو په نوم خط ٥: ٣١). نو په دې وجه د جنسى تعلق د دې تړون ماتول کېدې شى هغه وجه وى چې د طلاق اجازت ورکولې شى. نو کۀ داسې وى، نو مسيح په خپله هم په ذهن کښې وادۀ کړې دې. دا جمله چې بل وادۀ کوى (متى ١٩: ٩) دا طلاق او بيا وادۀ طرف ته اشاره کوى. چې هر څنګه هم ترجمې شوې وى. دا خبره اهمه ده چې يواځې هغه بې ګناه کس ته دا اجازت دې چې بل وادۀ وکړى. اګرچې دا په ورپسې ايت کښې نشته چې د طلاق نه پس بيا وادۀ کول په دې کښې د خدائ پاک رحم شته څۀ چې چا د هغۀ بل خلاف ګناه کړې وى، د هغه چا د پاره نه چا چې دا جنسى بد اخلاقى کړې وى. دا خبره چې هغه ګناهګار کس ته دا اجازت شته بيا وادۀ وکړى. خو په مقدس کتاب کښې داسې څۀ تصور نشته.

څۀ وائى چې د کورنتيانو په نوم اول خط ٧:١٥ يوه بل اجازت دې که يو غېر ايماندار کس يو ايماندار له طلاق ورکړى. خو په دې ايتونو کښې د بيا وادۀ بيان نشته، خو صرف دومره وائى چې ايماندار له دا ضرورى نۀ دى چې وادۀ برقرار وساتى. که يو غېر ايماندار کس پرېښودل غواړى. هغه بل وائى چې بچى د طلاق د پاره ښۀ وجه ده اګرچې دا په مقدس کتاب کښې نه دى ليکلى شوى. کېدې شى چې دا هغه وجه وى، کۀ ښۀ خبره نه ده چې د خدائ پاک د کلام په باره کښې دا سوچ وکړې شى

کله کله دا خبره لاړه شى چې د وادۀ د بې وفائۍ نه مطلب دا د طلاق اجازت دې، دا د طلاق شرط دې. کله چې زنا وشى نو يو کس د خدائ پاک د فضل په وجه، دا ايزده کوى چې هغه يو بل معاف کړى او بيا وادۀ بحال کړى. خدائ پاک زمونږ د دې نه ډېر څۀ معاف کړى دى. بې شکه مونږ د هغه په مثال عمل کولې شو او د زنا ګناه معاف کولې شو. ( د افسيانو په نوم خط ٤: ٣٢). په ډېرو مثالونو کښې يو کس توبه نۀ وباسى او په جنسى بد اخلاقۍ کښې روان وى. چرته چې متى ١٩: ٩ په ممکنه توګه عملى کولې شى. ډېر خلق د طلاق نه پس ډېر زر بيا وادۀ کوى نو چې خدائ پاک غواړى نو هغوى له يواځې اوسېدل په کار دى. خدائ پاک کله کله يو کس غواړى چې يواځې پاتې شى نو د هغه توجو به تقسيم نۀ شى. (د کورنتيانو په نوم خط ٧: ٣٢-٣٥). د طلاق نه پس بيا وادۀ کول کېدې شى په څۀ حالتو کښې يو امکان لرى، خو د دې مطلب نۀ دې چې دا يواځينې امکان دې.



د پښتو ته راواپس کېدل



مقدس کتاب د طلاق او بيا وادۀ کولو په باره کښې څۀ وائى؟