settings icon
share icon
سوال

ابدى حفاظت په مقدس کتاب کښې شته؟

جواب


کله چې يو کس مسيح ته دې پاره راشى چې هغه خپل نجات ورکونکې ومنى، نو هغوى د خدائ پاک سره يو داسې تعلق ته راوستلې شى چې هغوى ته د ابدى حفاظت ذمه وارى ورکوى. يهوداه ٢٤ دا بيان کوى، ”چا ته څوک د دې قابل دې چې هغه مو د غورزېدو نه بچ کوىاو د هغۀ د جلال نه ډک حضور په وړاندې مو راولى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى او دا به لويه خوشحالى وى.“ د خدائ پاک د دې قابل دې چې ايمانداران د غورزېدو نه بچ کړى. دا زمونږ سره نه هغۀ سره تعلق لرى چې مونږ د هغه د جلال نه ډک حضور په وړاندې حاضر کړى. زمونږ د ابدى حفاظت د خدائ پاک د ساتنې نيتجه ده، زمونږ نه ده چې خپل نجات په خپل ځائ وساتو.

عيسى مسيح دا اعلان کوى، ”زَۀ هغوئ له دَ تل ژوند ور کوم اَؤ هغوئ به هيڅ کله هم هلاک نۀ شى اَؤ هيڅوک به ئې هم زما نه ونۀ شُو کوى. ٢٩ زما پلار چه دوئ ئې ما له راکړى دى دَ ټولو نه لوئې دې اَؤ هيڅ څوک دوئ زما دَ پلار نه نۀ شى شُوکولې.“ (يوحنا ١٠: ٢٨-٢٩). عيسى مسيح او پلار دواړو مونږ په خپل لس کښې کلک نيولې يو. نو داسې څوک شته چې مونږ د پلار او د زوئ د قبضې نه وشُوکوى؟

د افسيانو په نوم خط ٤: ٣٠ مونږ ته وائى چې ايمانداران د بيعه اخستلو د ورځې د پاره ساتلى شوى دى. کۀ يو ايماندار ابدى حفاظت نه لرى، نو دا ساتل به په حقيقت کښې د بيعه اخستلو د ورځې د پاره نۀ وى، خو دا به صرف د ګناه، او بې ايمانۍ د پاره وى. يوحنا ٣: ١٥-١٦ مونږ ته وائى چې هر څوک هم چې په عيسى مسيح کښې يقين لرى نو هغه به ابدى ژوند ولرى. کۀ د يو کس سره د ابدى ژوند وعده کړې شوې وى، خو بيا دا واخستلې شى، نو دا بيا هيڅ کله ابدى نۀ وه چې شروع شوې وى. او که ابدى حفاظت رښتيا نۀ وى، نو د مقدس کتاب د ابدى ژوند وعدې به غلطې وى.

English



د پښتو ته راواپس کېدل

ابدى حفاظت په مقدس کتاب کښې شته؟
Facebook icon Twitter icon Pinterest icon Email icon
© Copyright Got Questions Ministries