settings icon
share icon
سوال

آيا نجات صرف په ايمان، يا ايمان او عمل هم ضرورى دې؟

جواب


غالبً د عيسائيت په ټوله نظريه کښې د ټولو نه اهم سوال دې. دا سوال د اصطلاحى تحريک سبب دې په کوم کښې چې د پروټېسټنټ او کېتهولک چرچ په کښې تقسيم وو. دا سوال د مقدس د عيسائيت او نورو فرقو د عيسائيت په مېنځ کښې بنيادى فرق دې. آيا نجات صرف د ايمان په سبب دې يا د ايمان او د عمل په سبب دې؟ ما ته صرف په عيسى مسيح باندې د ايمان په وجه نجات ملاو شوې دې، يا چې زه په مسيح کښې ايمان لرم نو ما له خاص کارونه کول په کار دى څۀ؟

دا سوال چې نجات صرف د ايمان يا د ايمان او عمل په ذريعه دې لږ مشکل پېدا کړې دې چې په مقدس کتاب سره روغه جوړه وکړو. کله چې مونږ د روميانو په نوم خط ٣: ٢٨، ٥: ١ او د ګلتيانو په نوم خط ٣: ٢٤ او د جېمس ٢ک ٢٤ په مېنځ کښې. څۀ خلق فرق داسې ګورى چې پولوس رسول وائى چې نجات صرف د ايمان په وسيله او جېمس وائى چې د ايمان او د عمل په وسيله. په حقيقت کښې پولوس او د جيمس د يو بل مخالفت نه کوى. خو خبره په کښې دا ده چې د څۀ خلقو دعوه د ايمان او د عمل په مېنځ کښې په تعلق باندې ده. پولوس رسول وائى چې ټيک کېدل دا صرف د ايمان په ذريعه کېدې شى (د افسيانو په نوم خط ٢: ٨-٩) خو جېمس داسې وائى چې ټيک کېدل دا د ايمان او د عمل په ذريعه کېدې شى. د د مسئلې جواب دا دې چې مونږ هغه څۀ وګورو چې جيمس د څۀ په باره کښې خبره کوى. جېمس دا ايمان ښائى چې يو کس بغېر د ښۀ عمل کولو نه هم ايمان لرلې شى (جېمس ٢ک ١٧-١٨). د جېمس زور په دې خبره دې چې اصلى ايمان به بدل ژوند او ښۀ عمل راوړى. (جېمس ٣: ٢٠-٢٦). جېمس دا نۀ وائى چې ټيک کېدل د ايمان او عمل په ذريعه دى، خو که يو کس په صحيح توګه د ايمان په ذريعه ټيک شوې وى نو د هغه په ژوند کښې به ښه عملونه وى. خو که يو کس دا دعوه کوى چې هغه ايماندار دې خو د هغه په ژوند کښې نېک عمل نۀ وى، نو هغه داسې ښکارى چې د هغۀ په مسيح کښې ښۀ ايمان نشته (جېمس ٢: ١٤، ١٧، ٢٠، ٢٦)

پولوس رسول په خپلو خطونو کښې هم دغه شې بيانوى. ايماندرانو ته به په خپل ژوند کښې د ښه عمل مېوه ملاو شى د ګلتيانو په نوم خط ٥: ٢٢-٢٣ . چې ناڅاپه مونږ ته ووئيلې شى چې مونږ د ايمان په وسيله بچ شوى يو نه د نېک عمل په ذريعه (د افسيانو په نوم خط ٢: ٨-٩)، پولوس رسول مونږ خبروى چې مونږ د نېک عمل د پاره پېدا شوى يو (د افسيانو په نوم خط ٢: ١٠). د پولوس هم د هغه هومره د بدل ژوند اميد دې چې څومره يې جېمس لرى، ”نو په دې وجه چې څوک په مسيح کښې وى نو هغه نوې مخلوق دې، زوړ فطرت تلې دې، او نوې راغلې دې“ (د کورنتيانو په نوم خط ٥: ١٧). جېمس او پولوس د نجات په باره کښې په پېغام کښې د يو بل مخالف نۀ دى. دا دواړه د يو مقصد رسېدل دى خو طريقه يې جدا جدا ده. پولوس په ساده ټکو کښې وائى چې ټيک کېدل صرف د ايمان په ذريعه دى خو جېمس په دې باندې زور وروړى چې په مسيح کښې ژوند نېک عمل راوړى.

English



د پښتو ته راواپس کېدل

آيا نجات صرف په ايمان، يا ايمان او عمل هم ضرورى دې؟
Facebook icon Twitter icon Pinterest icon Email icon
© Copyright Got Questions Ministries