settings icon
share icon
سوال

زما څنګه دا يقين راتلې شى چې د مرګ نه پس به زۀ جنت ته ځم؟

جواب


آيا ستا دا يقين شته چې تا ته به ابدى ژوند ملاو شى او چې کله مړ شې نو جنت ته به لاړ شې؟ خدائ پاک غواړى چې ستا يقين راشى! مقدس کتاب وائى: ”دا خط تاسو ته دا يقين درکوى چه تاسو دَ تل ژوندُون ولرئ ځکه چه تاسو دَ خُدائ دَ زوئ په نامه ايمان راوړئ.“ (د يوحنا په نوم اول خط ٥: ١٣) فرض کړئ چې تاسو اوس د خدائ پاک په مخکښې ولاړ وئ او هغۀ ستاسو نه تپوس کړې وې، ”تا زۀ جنت ته ولې بوځم؟“ نو تۀ به څۀ وائې؟ کېدې شى چې تا دا پته هم نۀ وې چې څۀ جواب ورکړې. تا ته په دې باندې پوهېدل په کار دى چى خدائ پاک زمونږ سره مينه کوى او هغه د يوې داسې لارې بندوبست کوى چې زمونږ دا يقين راشى چې مونږ به ابدى ژوند تېر کړو. مقدس کتاب د خپلې لارې بيان کوى: ”خُدائ دَ دې دُنيا سره داسې مينه وکړله چه خپل يکى يو زوئ يې هم ورکړو چه هر هغه څوک چه په زوى يې ايمان راؤړى هغه هلاک نۀ شى خو دَ تل عُمرى ژوندُون بيا مُومى.“ (يوحنا ٣: ١٦)

مونږ له اول هغه مسئله پېژندل په کار دى چې مونږ جنت ته د تلو نه ايساروى. مسئله دا ده چې زمونږ د ګناه نه ډک فطرت مونږ د خدائ پاک سره د تعلق لرلو نه ايساروى. مونږ د خپل فطرت او خواهش په وجه ګناهګار يو. ”ځکه چه ټولو ګُناه کړې ده اَؤ دَ خُدائ دَ لوئۍ نه محرُوم دى.“ (د روميانو په نوم خط ٣: ٢٣). مونږ خپل ځان په خپله نۀ شو بچ کولې. ”ځکه چه تاسو دَ ايمان په وسيله په فضل خلاصُون مُوندلې دې،دا ستاسو له طرفه نه نۀ،بلکه دَ خُدائ بخښنه ده. ٩ اَؤ دا دَ عملُونو په سبب نۀ ده،دَ پاره دَ دې چه څوک فخر ونۀ کړى.“ (د افسيانو په نوم خط ٢: ٨-٩). مونږ د مرګ او دوزخ حقدار يو. ” ځکه چه دَ ګُناه بدل مرګ دې خو دَ خُدائ بخښنه زمُونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښې دَ تل ژوندُون دې. “ (دروميانو په نوم خط ٦: ٢٣)

خدائ پاک انصافدار او پاک دې او خامخا د ګناه سزا ورکوى، خو بيا هم هغه زمونږ سره مينه لرى او زمونږ د ګناه د معافۍ بندوبست يې کړې دې. عيسٰى مسيح ووئيل: ”زَۀ لار يم،زَۀ حق يم اَؤ زَۀ ژوندُون يم. هيڅوک هم زما دَ وسيلې نه بغير پلار ته نۀ شى راتلې.“ (يوحنا ١٤: ٦) عيسٰى مسيح زمونږ د پاره په صليب باندې مړ شو: ” مسيح ستاسو دَ ګُناهُونو دَ خاطره يو ځل هميشه دَ پاره مړ شو،يعنې صادِق دَ ګُناه ګارانو دَ پاره،دَ دې دَ پاره چه مُونږ خُدائ ته ورسوى. هغه په جسمانى طور مړ کړې شو خو په رُوحانى طور ژوندې کړې شو.“ (د پطروس په نوم اول خط ٣: ١٨). عيسٰى مسيح د مړو نه بيا ژوندې پاڅېدلې وو: ”هغه څوک چه زمُونږ په قصُورُونو قُربان شو اَؤ زمُونږ دَ صادِق کولو دَ پاره بيا ژوندې کړې شو.“ (د روميانو په نوم خط ٤: ٢٥).

نو راځئ بيا چې هغه اصلى سوال ته راشو، ”زما څنګه دا يقين راتلې شى چې د مرګ نه پس به زۀ جنت ته ځم؟“ د دې جواب دا دې: په مالک عيسٰى مسيح باندې يقين لره نو تۀ به بچ شې. (اعمال د رسولانو ١٦: ٣١). ”خو کومو خلقو چه قبُول کړو هغوئ ته ئې دا حق ورکړو چه دَ خُدائې اَؤلاد شى يعنى هغوئ چه دَ هغۀ په نامه ايمان راؤړى.“ (يوحنا ١: ١٢). ”خو دَ خُدائ بخښنه زمُونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښې دَ تل ژوندُون دې.“ (د روميانو په نوم خط ٦: ٢٣). تۀ اوس هم يو پورا او د مقصد نه ډک ژوند تر لاسه کولې شې. عيسٰى مسيح ووئيل: ”زَۀ دې له راغلې يم چه خلق ژوندُون ومُومى اَؤ ډير يې ومُومى.“. تۀ د عيسٰى مسيح سره په جنت کښې تر تله ژوند تېرولې شې، ځکه چې هغۀ وعده کړې ده: ”اَؤ که هلته زَۀ لاړ شم اَؤ تاسو ته ځائ تيار کړم نو په خپله به بيا راشم اَؤ تاسو به دَ ځان سره بوزم،ځکه چه چرته چه زَۀ يم هلته به تاسو هم يئ. ٤ اَؤ زما هغه لار تاسو ته معلُومه ده.“. (يوحنا ١٤: ٣)

کۀ تۀ عيسٰى مسيح د نجات ورکوونکى په توګه قبلول غواړې او د خدائ پاک نه معافى غوښتل غواړې، نو دلته يوه دعا ده چې تۀ يې غوښتې شې.د دې دعا د وئيلو يا د بلې دعا وئيلو په ذريعه به تا نجات نۀ ملاوېږى، خو صرف په عيسٰى مسيح باندې د يقين په وجه ستا د ګناه د معافۍ بندوبست کېدې شى! دا په ساده طريقه خدائ پاک ته په هغۀ باندې د ايمان د اظهار يوه دعا ده او د هغه شکر ګزارۍ د پاره اظهار دې چې هغۀ ستا د نجات بندوبست وکړو. ”خُدايه پاکه، ما ته پته چې ما ستا خلاف ګناه کړې ده او زۀ د سزا حقدار يم. خو چې د کومې سزا زه حقدار وم نو هغه عيسٰى مسيح په خپل ځان تېره کړه نو په هغه باندې د ايمان په وجه زۀ معاف کېدې شم. زه د خپلې ګناه نه راګرځم او د نجات د پاره په تا باندې يقين کوم. ستا د لوئ فضل او معافۍ ډېره مننه، کومه چې د ابدى ژوند تحفه ده“ آمين!

تۀ چې دلته څۀ لوستلى د هغې په وجه تا د عيسٰى مسيح په باره کښې څۀ فېصله کړې ده څه؟ کۀ داسې وى نو دا لاندې بټن باندې کلک کړئ. ”ما نن مسيح قبول کړې دې“

English



د پښتو ته راواپس کېدل

زما څنګه دا يقين راتلې شى چې د مرګ نه پس به زۀ جنت ته ځم؟
Facebook icon Twitter icon Pinterest icon Email icon
© Copyright Got Questions Ministries