settings icon
share icon
سوال

زۀ د خپل ژوند د پاره د خدائ پاک مرضى څنګه پېژندې شم؟ د خدائ پاک د مرضۍ پېژندلو د پاره مقدس کتاب څۀ وائى؟

جواب


د خدائ پاک د مرضۍ پېژندلو د پاره دوه څيزونه دى چې حالت ورکړې شوې دې ١ دا خبره يقينى کړه چې تۀ هغۀ څۀ نۀ غواړې او نۀ يې سوچې کوې کوُم چې مقدس کتاب منع کړى دى. ٢ دا خبره يقينى کړه چې تۀ څۀ غواړې يا يې کوې چې د هغې په ذريعه به خدائ پاک ته جلال ملاو شى او تۀ به ښه روحانى ترقى وکړې. که دا دوه څيزونه رښتيا وى او خدائ بيا هغه څۀ نۀ درکوى چې تۀ يې غواړې يا کېدې شى چې تۀ به لږ نور انتظار کوې. د خدائ پاک مرضى پېژندل کله کله دا يو مشکل کار دې. خلق غواړى چې خدائ پاک په بنيادى توګه دوئ ته وښائى چې څۀ وکړى، چرته کار وکړى، چرته ووسېږى، د چا سره وادۀ وکړى، وغېره. د روميانو په نوم خط ١٢: ٢ مونږ ته وائى، ”خپل ځان دَ دې موجُوده دُنيا په شان مه جوړوئ،بلکه بويه چه ستاسو پوهه بيا نوې کړې شى اَؤ دَ دې په وسيله ستاسو فطرت بلکل بدل شى. بيا به هله تاسو دَ دې قابل شئ اَؤ په دې به پوهه شئ چه دَ خُدائې رضا څۀ ده اَؤ دا به وپيژنئ چه هغه ښه څۀ دې چه قبليدُونکې اَؤ کامل دې.“

خدائ پاک ډېر کم د خلقو لار ښودنه کوى او خاص معلومات ورکوى. خدائ پاک مونږ له دا موقع راکوى چې د هغه څيزونو په باره کښې خپله خوښه وکړو. خو صرف يوه فېصله داسې ده چې هغه نۀ غواړى چې مونږ د ګناه کولو فېصله وکړو او يا د هغه د مرضۍ لار ونيسو. خدائ پاک غواړى چې مونږ داسې خوښه وکړو چې د هغۀ د مرضۍ سره سمون خورى. نو تا ته څنګه پته ده چې د خدائ پاک مرضى څه ده؟ کۀ تۀ د مالک خدائ سره نزدې مزل کوې او د خپل ژوند د پاره په حقيقت د هغۀ مرضى غواړې ، نو خدائ پاک په ستا په زړۀ کښې د هغۀ خواهشات کېږدى. بنياد دا دې چې د هغۀ مرضى وغواړې نۀ چې خپله مرضى. په مالک خدائ کښې خوشحالى وکړئ نو هغه به ستاسو د زړونو خواهشات پوره کړى“ (زبور ٣٧: ٤). که مقدس کتاب د دې خلاف خبره نۀ کوى، او دا تا له ښۀ روحانى فائده درکوى. نو بيا مقدس کتاب تا له اجازت درکوى چې خپله فېصله وکړې او د خپله زړۀ خبره ومنې.

English



د پښتو ته راواپس کېدل

زۀ د خپل ژوند د پاره د خدائ پاک مرضى څنګه پېژندې شم؟ د خدائ پاک د مرضۍ پېژندلو د پاره مقدس کتاب څۀ وائى؟
Facebook icon Twitter icon Pinterest icon Email icon
© Copyright Got Questions Ministries