settings icon
share icon
سوال

د خلاصون منصوبه څۀ ده؟

جواب


آيا تۀ وږې يې؟ خو جسمانى لوږه نه، تۀ په ژوند کښې د بل څيز د پاره لوږه لرې څۀ؟ ستا په ژوند کښې دننه داسې ژور څۀ شته چې هغه هيڅ کله هم مطمعن شوې نۀ وى؟ کۀ داسې وى نو عسيٰى مسيح لار ده! عسيٰى مسيح ووئيل، ”زَۀ دَ ژوندون ډوډئ يم. څوک چې ما له راځى هغه به هيڅکله نۀ وږې کيږى اَؤ څوک چې په ما ايمان راؤړى هغه به هيڅکله نۀ تږى کيږى.“ (يوحنا ٦: ٣٥)

آيا تۀ پرېشانه يې؟ تا ته داسې ښکارى څۀ چې تۀ به په ژوند کښې هيڅ کله هم لار يا مقصد پېدا نۀ کړې؟ دا تا ته داسې ښکارى چې چا په کمره کښې بلب مړ کړې وى او تۀ بټن نۀ شې پېدا کولې؟ کۀ داسې وى نو نو عسيٰى مسيح لار ده! عسيٰى مسيح اعلان وکړو، ”زَۀ دَ دُنيا نُور يم. څوک چې ما پسې راځى هغه به په تيارۀ کښې نۀ ګرزى بلکې په هغه نُور کښې چې ژوندُون روښانه کوى.“ (يوحنا ٨: ١٢)

تا ته داسې محسوسېږى څۀ چې په تا باندې د ژوند دروازه بنده شوې ده؟ آيا کۀ تا ډېرې دروازې لټولې وى، او صرف دا دې پېدا کړى وى چې شاته په کښې خالى او بې مقصده څيزونه دى؟ آيا تۀ د پورا ژوند دروازه لټول غواړې څۀ؟ کۀ داسې وى نو عسيٰى مسيح لار ده! عسيٰى مسيح دا بيان وکړو، ”زَۀ دروازه يم اَؤ څوک چې په دې دروازه شپول ته ننوزى هغه به په امان وى. هغه به دَ ننه بهر تلې راتلې شى اَؤ ګياه به هم مُومى.“ (يوحنا ١٠: ٩)

آيا خلق تا هر وخت راغورزوى؟ آيا ستا تعلقات کمزورى او خالى دى څۀ؟ آيا تا ته داسې ښکارى چې هر څوک ستا نه فائده اخلى؟ کۀ داسې وى نو عسيٰى مسيح لار ده! عسيٰى مسيح ووئيل، ”زَۀ ښۀ شپُونکې يم اَؤ ښۀ شپُونکې دَ ګډو دَ پاره خپل سر ورکوى.... ١٤ ښۀ شپُون زَۀ يم. زَۀ خپلې ګډې پيژنم اَؤ ګډې ما پيژنى.“ (يوحنا ١٠: ١١، ١٤)

تۀ سوچ کوې څۀ چې د دې ژوند نه پس به څۀ کېږى؟ تۀ د خپل ژوند کښې په دې وجه تنګ يې څۀ چې هر څۀ وراستۀ او زنګ وهلى دى؟ تۀ کله کله په شک يې څۀ چې د ژوند څۀ مقصد شته؟ آيا تۀ د مرګ نه پس ژوند تېرول غواړې؟ کۀ داسې وى نو عسيٰى مسيح لار ده! عسيٰى مسيح دا بيان کوى، ”زَۀ قيامت يم اَؤ زَۀ ژوندُون يم. که څوک په ما ايمان لرى که هغه مړ هم شى نو هغه به بيا ژوندې وى ٢٦ اَؤ څوک چې ژوندې دې اَؤ په ما ايمان لرى هغه به هيڅ کله هم مړ نۀ شى.“ (يوحنا ١١: ٢٥-٢٦)

لار څۀ ده؟ رښتيا څۀ دى؟ ژوند څۀ دې؟ عسيٰى مسيح جواب ورکړو، ”زَۀ لار يم،زَۀ حق يم اَؤ زَۀ ژوندُون يم. هيڅوک هم زما دَ وسيلې نه بغير پلار ته نۀ شى راتلې.“ (يوحنا ١٤: ٦)

کومه لوږه چې تۀ محسوسوې هغه روحانى لوږه ده، دا صرف په عسيٰى مسيح باندې پورا کېدې شى. عسيٰى مسيح صرف هغه يواځينى کس دې چې تيارۀ اوچتولې شى. عسيٰى مسيح يو مطمعن ژوند ته دروازه ده. عسيٰى مسيح هغه دوست او شپُون دې چا تۀ کوم لټولو. عسيٰى مسيح ژوند دې، په دې دنيا کښې او هم په هغه دنيا کښې. عسيٰى مسيح د نجات لار ده!

ستا د لوږې وجه دا ده، ستا په تيارۀ کښې د ورکېدو وجه دا ده، هغه وجه دا ده چې تۀ په ژوند کښې مقصد نۀ شې موندلې چې تۀ د خدائ پاک نه جدا شوې يې. مقدس کتاب مونږ ته وائى چې ټولو ګناه کړې ده، او په دې وجه د خدائ پاک نه جدا يو (اکليسيسيان ٧: ٢٠؛ د روميانو په نوم خط ٣: ٢٣). تۀ چې په زړۀ کښې کوم کمې محسوسوې هغه دا دې چې ستا د ژوند نه خدائ پاک ورک دې. مونږ د د دې د پاره پېدا کړى شوى وو چې د خدائ پاک سره تعلق وساتو. زمونږ د ګناه په وجه مونږ د هغه تعلق نه جدا يو. او د دې نه خرابه خبره دا ده چې ستا ګناه به تا د خدائ پاک نه د همېشه د پاره جدا کړى، هم په دې ژوند او هم په بله دنيا کښې (دروميانو په نوم خط ٦: ٢٣؛ يوحنا ٣: ٣٦).

دا مسئله څنګه حل کېدې شى؟ عسيٰى مسيح لار ده! عسيٰى مسيح زمونږ ګناه په خپل ځان باندې واخستله (د کورنتيانو په نوم دويم خط ٥: ٢١). عسيٰى مسيح زمونږ په ځائ مړ شو (د روميانو په نوم خط ٥: ٨)، او چې د کومې سزا مونږ حقدار وو هغه يې په خپل ځان تېره کړه. درې ورځې وروستو، مسيح د مړو نه پاڅېدو، په ګناه او مرګ يې خپله فتح ثابته کړه (د روميانو په نوم خط ٦: ٤-٥). هغۀ داسې ولې وکړل؟ عسيٰى مسيح په خپله د دې جواب وکړو، ”دَ دې نه زياته نوره مينه نِشته چې يو سړې دِ دَ خپل دوست دَ پاره خپل ځان ورکړى.“ (يوحنا ١٥: ١٣). عسيٰى مسيح د دې د پاره مړ شو چې مونږ ته ژوند ملاو شى. کۀ مونږ په عسيٰى مسيح باندې او د هغۀ په مرګ يقين وکړو چې زمونږ د ګناهونه کفاره ده، نو زمونږ ټول ګناهونه معاف کېږى او وينځلې شى. نو بيا به زمونږ روحانى لوږه مطمعنه شى. رڼا به راشى. مونږ به مکمل ژوند ته ورسېږو. مونږ به خپل رښتونې حقيقى دوست او شپُون وپېژنو. مونږ ته به پته ولږى چې د مرګ نه پس به مونږ ته ژوند ملاوېږى، يو بيا پاڅېدونکى ژوند د عسيٰى مسيح سره د همېشه د پاره!

”خدائ دَ دې دُنيا سره داسې مينه وکړله چې خپل يکى يو زوئ يې هم ورکړو چې هر هغه څوک چې په زوئ يې ايمان راؤړى هغه هلاک نۀ شى خو دَ تل عُمرى ژوندُون بيا مُومى.“ (يوحنا ٣: ١٦)

تۀ چې دلته څۀ لوستلى د هغې په وجه تا د عيسٰى مسيح په باره کښې څۀ فېصله کړې ده څه؟ کۀ داسې وى نو دا لاندې بټن باندې کلک کړئ. ”ما نن مسيح قبول کړې دې“

English



د پښتو ته راواپس کېدل

د خلاصون منصوبه څۀ ده؟
Facebook icon Twitter icon Pinterest icon Email icon
© Copyright Got Questions Ministries