settings icon
share icon
سوال

زما د پاره صحيح مذهب کوم يو دې؟

جواب


د فاسټ فوډ هوټلې مونږ له دا موقع راکوى چې هغه څيز راوغوړو چې کوم يو غواړو. څۀ د کافى هوټلې دا دعوه کوى چې د مختلفو خوندونو او رنګونو سلونه قسم کافى لرى. هم داسې چې کله مونږ کور يا ګاډۍ اخلو، نو مونږ د هغې مختلفو او بېلو بېلو خصوصياتونو او خوښو ته کتلې شو چې مونږ يې غواړو. مونږ نه صرف د چاکلېټ، کوک، او سټرا بېرى په دنيا کښې اوسېږى. زړه بادشاه دې! ته د خپلې خوښې او ضرورت په مطابق هر څه پېدا کولې شې.

نو هغه کومذهب دې چې هغه ستا د پاره صحيح دې؟ هغه کوم مذهب دې چې ستا د پاره د ګناه نه پاک دې، چې هيڅ مطالبې نۀ کوى، او د داسې ډېرو عملونو نه ډک نۀ وى چې فلانې کار کوه او فلانې مۀ کوه؟ لکه څنګه چې ما ووئيل هغه دغه شان دې، خو مذهب داسې يو شې دې چې د يو خوږ ائس کريم په شان خوښولې شى.

ډېر اوازونه شته چې زمونږ توجو ځان ته ګرځوى، نو يو کس له دا ولې په کار دى چې هغه عيسٰى مسيح د محمد (ص) کنفوشس، بدها، چارلس تاز رسل، يا جوزف سمتهـ نه اوچت وګنى؟ د دې هر څۀ نه علاوه ټولې لارې جنت ته نۀ ځى څۀ؟ يا ټول مذهبونه په بنيادى توګه باندې يو شې نۀ دى څۀ؟ په حقيقت کښې ټول مذهبونه انسان جنت ته نه شى بوتلې لکه څنګه چې ټول سړکونه پېښور ته نۀ ځى.

يواځې عيسٰى مسيح د خدائ پاک د اختيار سره خبرې کوى ځکه چې صرف عيسٰى مسيح په مرګ باندې فتح موندلې ده، او باقى نور ټول انسانان په خپلو قبرونو کښې تر اوسه پورې پراتۀ دى، خو عيسٰى مسيح د خپل قوت سره په دريمه ورځ د خپل قبر نه روان شو چې د روميانو د ظلم نه ډک صليب باندې مړ شوې وو. په مرګ باندې د بريالى کېدلو طاقت دا حق لرى چې زمونږ توجو ځان طرف ته کړى. او په مرګ باندې د بريالى کېدو طاقت د اورېدلو حقدار دې.

دا ثبوت ډېر لوئ دې چې عيسٰى مسيح د مړو نه ژوندې پورته شوې وو. اول دا چې هلته د پينځو سوو نه زيات ګواهان وو چې بيا ژوندې شوې عيسٰى مسيح يې په خپلو سترګو وليدو. دا ښۀ کافى ګواهان دى. پينځۀ سوه ګواه نظر انداز کېدل نۀ دى په کار. د دې نه علاوه د خالى قبر موندل هم يوه خبره ده، د عيسٰى مسيح دښمنانو په اسانۍ سره د هغۀ د بيا ژوندى کېدو خبره ختمولو شوه چې د هغه مړ وجود يې پېدا کړې وې، خو هلته د هغۀ مړ وجود نۀ وو چې پېدا کړې يې وې. قبر خالى وو! آيا شاګردانو د هغه لاش پټ کړې وو؟ په مشکل سره، د عيسٰى مسيح په قبر باندې د وسلحه بندو فوجيانو پهره ولاړه وه. په دې خيال کۀ د هغۀ نزدې ملګرې هم هغۀ له ورغلې نو نيولې شوې به وې او په صليب کړې شوې به وې. دا ساده حقيقت دې چې د عيسٰى مسيح بيا ژوندى کېدل نه شى نظر انداز کولې.

يو ځل بيا چې څوک په مرګ باندې د بريالى کېدلو طاقت لرى نو هغه د اورېدو حقدار دې. عيسٰى مسيح په مرګ باندې خپل طاقت ثابت کړو، نو دا ځکه، نو مونږ له دا په کار دى چې د هغۀ کلام ته غوږ ونيسو. عيسٰى مسيح دا دعوه کوى چې هغه نجات ته يواځينې لاره ده. (يوحنا ١٤: ٦). هغه يوه لار نه ده، هغه د ډېرو لارو نه يوه لار نه ده، خو عيسٰى مسيح لار ده.

نو هم دغه شان عيسٰى مسيح ووئيل، ”ائے تاسو چه ټول خوارى کوئ اَؤ پنډ مُونږ درُوند دے، ماله راشئ اَؤ زَۀ به آرام درکړم.“ (متى ١١: ٢٨). دا يوه سخته دنيا ده او ژوند مشکل دې. زمونږ اکثر خلق ښۀ د وينو سره مخ دى، په تکليف شوى دى، او د جنګ نه په يره کښې دى. دا رښتيا څۀ؟ نو تۀ څۀ غواړې؟ صرف بيا خپل ځائ ته راتلل يا صرف يو مذهب؟ يا هغه ژوندې نجات ورکوونکې او نور ټول انسانان مړۀ دى؟ د مقصد نه ډک تعلق يا خالى رسمونه؟ عيسٰى مسيح يوه خوښه نه ده، هغه خوښ دې.

عيسٰى مسيح صحيح مذهب دې کۀ تۀ معافى لټول غواړې (اعمال د رسولانو ١٠: ٤٣). نو عيسٰى مسيح صحيح مذهب دې کۀ د خدائ پاک سره د مقصد نه ډک تعلق ساتل غواړې نو عيسٰى مسيح صحيح مذهب دې. کۀ تۀ په آسمان کښې د همېشه د پاره کور لټول غواړې نو عيسٰى مسيح باندې يقين وساته او ذاتى نجات ورکوونکې يې وګڼه. تۀ به په دې پښېمانه نۀ شې! د خپلو ګناهونو د معاف کولو د پاره په هغه يقين وساته. نو تۀ به مايوسه نۀ شې.

کۀ تۀ د خدائ پاک سره صحيح تعلق ساتل غواړې نو دلته يوه ساده دعا ده، خو ياده ساته چې د دې دعا يا د بلې دعا په وئيلو سره به تا ته معافى نۀ ملاوېږى. دا صرف په عيسٰى مسيح باندې ايمان لرل دى چې هغه تا د ګناه نه بچ کوى. دا دعا په ساده ټکو خدائ پاک ته سوال دې چې تۀ په هغه باندې يقين لرې او د هغه شکر ګزارى ده چې هغۀ ستا د پاره د نجات بندوبست وکړو. خدايه پاکه! ما ته پته ده چې ما ستا خلاف ګناه کړې ده او زۀ د سزا حقدار يم. خو چې د کومې سزا زۀ حقدار وم هغه عيسٰى مسيح په خپل ځان باندې تېره کړه نو په هغه باندې د يقين په وجه زما ګناه معاف کېدې شى. زه د خپلې ګناه نه راګرځم او د نجات د پاره زه په تا يقين لرم. ستا د لوئ فضل او معافۍ د پاره شکريه. کومه چې د ابدى ژوند تحفه ده. آمين.

تۀ چې دلته څۀ لوستلى د هغې په وجه تا د عيسٰى مسيح په باره کښې څۀ فېصله کړې ده څه؟ کۀ داسې وى نو دا لاندې بټن باندې کلک کړئ. ”ما نن مسيح قبول کړې دې“

English



د پښتو ته راواپس کېدل

زما د پاره صحيح مذهب کوم يو دې؟
Facebook icon Twitter icon Pinterest icon Email icon
© Copyright Got Questions Ministries