settings icon
share icon
سوال

آيا عيسائيان د زړې لوظ قانون منى څۀ؟

جواب


په دې مسئله باندې د پوهېدو بنياد داسې دې چې د زړې لوظ نامې قانون د بنى اسرائيلو قوم له ورکړې شوې وو، نه عيسائيانو له. څۀ قوانين داسې وو چې په هغې باندې بنى اسرائيل پوهه شى چې د خدائ پاک فرمانبردارى به څنګه کوى او هغه به څنګه رضا کوى (د مثال په توګه هغه لس حُکمونه)، په دې کښې څه داسې وو چې دا ښودنه يې ورته کوله چې د خدائ پاک عبادت به څنګه کوى (د قربانۍ طريقه)، څۀ په کښې داسې وو چې په ساده طريقه باندې يې بنى اسرائيل د نورو قومونو نه جدا کول (د خوراک او د جامو قوانين). د زړې لوظ نامې د يو قانون تعلق هم نن زمونږ سره نشته. کله چې مسيح په صليب باندې مړ شو، هغۀ د زړې لوظ نامې قوانين ختم کړل (د روميانو په نوم خط ١٠: ٤؛ د ګلتيانو په نوم خط ٣: ٢٣-٢٥؛ د افسيانو په نوم خط ٢: ١٥)

د زړې لوظ نامې د قانون په ځائ، مونږ د مسيح د قانون لاندې يو (د ګلتيانو په نوم خط ٦: ٢) کُوم چې دا دې، ”دَ مالک خُدائې سره دَ زړۀ په راستئ،په پُوره رُوح اَؤ په پُوره عقل سره مينه لرئ. ٣٨ دا ټولو نه لوئې اَؤ وړومبې حُکم دې. ٣٩ اَؤ دويم حکم هم په دې شان دې چه، دَ خپل ګاونډى سره دَ خپل ځان په شان مينه کوئ ٤٠ دَ شريعت اَؤ دَ نبيانو دَ تعليم ټول بُنياد په دې دواړو حُکمُونو دې. “ (متى ٢٢: ٣٧-٤٠). کۀ مونږ دا دوه څيزونه کوو، نو مونږ به هغه هر څۀ پوره کوو چې څۀ مسيح زمونږ نه کول غواړى، ”ځکه چه دَ خُدائې سره مينه لرل دَ هغۀ په حُکمُونو عمل کول دى،اَؤ هغه څۀ پيټې نۀ دې.“ (د يوحنا په نوم خط ٥:٣). په تکنيکى توګه د شريعت لس حُکمونه هم د عيسائيان د پاره نۀ دى. اګرچې د شريعت د هغه لس حکمونه نه نهه په نوې لوظ نامه کې بيا ليکلى شوى دى (ټول، خو د سبت د ورځې د مناوولو نه بغېر). دا ظاهره خبره ده کۀ مونږ د خدائ پاک سره مينه لرو نو مونږ به د نورو خدايانو يا د بُتانو عبادت نۀ کوو. کۀ مونږ د خپل ګانډى سره مينه لرو، نو مونږ به هغه نه قتلوو، نۀ به ورته دروغ وايو، د هغوى سره به زنا نۀ کوو، او د هغۀ مال خواهش به نۀ کوو. نو، مونږ د زړې لوظ نامې د قانون د يوې غوښتنې لاندې هم نۀ يو. مونږ له د خدائ پاک سره او د خپل ګاونډى سره مينه لرل په کار دى. کۀ مونږ دا دوه څيزونه په ايماندارۍ سره وکړل، نو ټول څيزونه به سم وى.

English



د پښتو ته راواپس کېدل

آيا عيسائيان د زړې لوظ قانون منى څۀ؟
Facebook icon Twitter icon Pinterest icon Email icon
© Copyright Got Questions Ministries