settings icon
share icon
سوال

دا دعوه کړې ده چې هغه خدائ دې؟

جواب


د عيسى مسيح په باره کښې په مقدس کتاب کښې د دې په شان صحيح ټکى نۀ دى ليکلى شوى لکه ”زۀ خدائ يم“ د دې دا مطلب نۀ دې، او هغۀ دا دعوه هم نۀ ده کړې چې هغه خدائ دې. د مثال په توګه د عيسى مسيح ټکى اخلو چې په يوحنا ١٠: ٣٠ کښې دى، ”زۀ او پلار يو يُو.“ په اول نظر کښې کېدې شى دا داسې ښکاره نۀ شى چې دا دعوه وى چې هغه خدائ دې. راځئ چې د يهوديانو ردعمل ته وګورو چې د دې بيان نه پس يې ورکړے وو، ”يهوديانو جواب ورکړو چې په دې وجه تا نۀ سنګساروو اې عاجزه سړيه خو په دې وجه چې تا ګستاخى کړې ده. يعنې د خدائۍ دعوه دې کړې ده. “ (يوحنا ١٠: ٣٣) يهوديان د عيسى مسيح په دې بيان باندې پوهېدل چې هغۀ دعوه وکړه چې هغه خدائ دې. په دې آياتونو کښې عيسى مسيح دا نۀ وائى چې، ”ما دادعوه نۀ ده کړې چې زۀ خدائ يم. “دا مونږ ته په نښه کوى چې هغه په رښتيا سره بيان وکړو چې هغه خدائ دې، ”زۀ او پلار يو يُو. “ (يوحنا ١٠: ٣٠). يوحنا ٨: ٥٨ يو بل مثال دې. عيسى مسيح اعلان وکړو، زۀ تاسو ته رښتيا وايم، عيسى مسيح جواب ورکړو چې د حضرت ابراهيم د پېدا کېدو نه مخکښې زۀ وم!“ د دې په جواب کښې يو ځل بيا يهوديانو کاڼى راواخستل چې عيسى مسيح وولى (يوحنا ٨: ٥٩). که عيسى مسيح دا دعوه نۀ وې کړې چې هغه خدائ دې نو يهوديانو به هغه ولې سنګسارولو ځکه چې هغه پوهېدل چې عيسى مسيح ګستاخى کوى؟

يوحنا ١: ١ وائى ”چې کلام خدائ پاک وو. “ يوحنا ١: ١٤ وائى چې ”کلام جُوسه شو. “ دا صفا توګه دې ته اشاره کوى چې عيسى مسيح په وجود کښې خدائ پاک وو. اعمال د رسولانو ٢٠: ٢٨ مونږ ته وائى، ”...د خدائ پاک د کليسا شپونکى شئ چې هغۀ په خپله باندې اخستې ده. “ کليسا چا د خپلې وينې په بدل کښې اخستې ده؟ يعنې عيسى مسيح؟ اعمال د رسولانو ٢٠: ٢٨ اعلان کوى چې خدائ کليسا د خپلې وينې په بدل کښې واخستله. نو په دې وجه عيسى مسيح خدائ دې!

تيموتوس د عيسى مسيح شاګرد دې په باره کښې ووئيل، ”زما مالکه خدايه“ (يوحنا ٢٠: ٢٨). عيسى مسيح هغۀ ته صحيح هم ونۀ وئيل. د تيطوس په نوم خط ٢: ١٣ زمونږ دا حوصله افزائى کوى چې زمونږ د راتلونکى خدائ د نجات ورکوونکى انتظار وکړو. يعنې عيسى مسيح. د پطروس په نوم دويم خط ١: ١ هم وګورئ). د عبرانيانو په نوم خط ١: ٨ پلار د عيسى مسيح بيان کوى. خو د زوئ په باره کښې هغه وائى، ”خدايه ستا تخت به د همېشه د پاره وى، او صادقان به ستا په بادشاهۍ کښې شريک وى.“

په مکاشفات کښې يوې فرښتې يوحنا رسول ته ووئيل چې صرف د خدائ عبادت کوه. (مکاشفات ١٩: ١٠).په مقدس کتاب کښې عيسى مسيح څو ځلې عبادت وشو (متى ٢: ١١؛ ١٤: ٣٣؛ ٢٨: ٩، ١٧؛ لوقا ٢٤: ٥٢؛ يوحنا ٩: ٣٨). هغۀ کله هم خلق د دې نه منع نۀ کړل چې د هغۀ عبادت دې نۀ کېږى. که عيسى مسيح خدائ نه وې نو هغۀ به خلقو ته نۀ وئيلې چې د هغه عبادت وکړئ، څنګه چې په مکاشفات کښې هغه فرښتې وکړل. داسې نور ډېر اياتونه شته چې هغه وائى چې د عيسى مسيح عبادت دې وشى.

د عيسى مسيح د خدائ کېدو د ټولو نه اهمه وجه دا ده که هغه خدائ نۀ وى، نو د هغه مرګ به دې قابل نۀ وې چې هغه د ټولې دنيا د ګناهونو د پاره کفاره شى (د يوحنا په نوم اول خط ٢: ٢). صرف خدائ دومره لويه برداشت کولې شى. صرف خدائ د دنيا ګناه اخستې شى (د کورنتيانو په نوم دويم خط ٥ک ٢١)، د هغه مرګ، او بيا ژوندى کېدل دا ثابتوى چې هغه په ګناه باندې غالب راغلې وو.

English



د پښتو ته راواپس کېدل

دا دعوه کړې ده چې هغه خدائ دې؟
Facebook icon Twitter icon Pinterest icon Email icon
© Copyright Got Questions Ministries