settings icon
share icon
سوال

د مرګ نه پس څۀ کېږى؟

جواب


دا سوال چې د مرګ نه پس به څۀ کېږى عجيبه شان دې. مقدس کتاب بالکل صفا نۀ وائى چې يو کس به کله خپل اخرى منزل مقصود ته رسېږى. مقدس کتاب مونږ ته وائى چې د مرګ نه پس، نو کس جنت يا دوزخ ته بوتلې شى دا په دې باندې انحصار لرى چې هغه کس مسيح په خپل نجات ورکوُونکې قبول کړې دې او که نه. د ايماندارانو د پاره د مرګ نه پس د جسم نه غېر حاضره کېدل دى او د مالک خدائ سره يو ځائ کېدل دى (د کورنتيانو په نوم دويم خط ٥: ٦-٨؛ د فلپيانو په نوم خط ١: ٢٣). د غېرو ايماندارانو د پاره د مرګ نه پس مطلب دا دې چې هغه په دوزخ کښې په نۀ ختمېدونکې سزا کښې وى. (لوقا ١٦: ٢٢-٢٣)

دا خبره دلته عجيبه شى چې د مرګ نه پس څۀ کېږى. مکاشفات ٢٠: ١١-١٥ دا بيان کوى چې په دوزخ کښې ټول خلق به د اور ډنډ ته واچولې شى. مکاشفات ٢١-٢٢ بابونه د نوى جنت او نوى دنيا به باره کښې بيان کوى. نو په دې وجه دا تر اخره پورې د بيا ژوندى کېدلو پورې معلومېږى، د مرګ نه پس يو کس په يو عرضى دوزخ يا جنت کښې اوسېږى. د يو کس هغه همېشه منزل مقصود نۀ بدلېږى، خو د هغه کس د همېشه د پاره منزل مقصود ځائ بدلېږى. د مرګ نه پس څۀ وخت به غېر ايمانداره د اور په ډنډ کښې وغورزولې شى (مکاشفات ٢٠: ١١-١٥). دا اخرى او د همېشه د پاره د ټولو خلقو منزل مقصود دې. دا په دې باندې انحصار لرى چې هغه کس يواځې په عيسى مسيح باندې دا ايمان لرلې دې چې هغه يې د ګناهونو نه نجات ورکوونکې دې.

English



د پښتو ته راواپس کېدل

د مرګ نه پس څۀ کېږى؟
Facebook icon Twitter icon Pinterest icon Email icon
© Copyright Got Questions Ministries