settings icon
share icon
سوال

په مسيح کښې د بيا ژوندى کېدو څۀ مطلب دې؟

جواب


په مسيح کښې د بيا ژوندى کېدو څۀ مطلب دې؟ د دې سوال ښۀ جوابونه په مقدس کښې کلام د يوحنا ٣: ١-٢١ آيتونو کښې ملاوېږى. مالک عيسٰى مسيح نيکوديموس ته وائى چې هغه د يهوديانو د جرګې يو مشر وو. نيکوديموس عيسٰى له د شپې راغلو. نيکوديموس د عيسٰى مسيح نه د څۀ سوالونو جوابونه واغوښتل.

کله چې عيسٰى مسيح نيکوديموس ته خبرې کولې نو ورته يې ووئيل، ”رښتيا رښتيا درته وايم،تر څو چه سړې بيا پيدا نۀ شى هغه دَ خُدائ بادشاهى ليدلې نۀ شى.“ ٤ نيکوديموس ووئيل،”نو بيا دا څنګه مُمکنه ده چه يو سړې چه بُوډا وى نو هغه به بيا څنګه پيدا کېږى؟ آيا هغه په دويم ځل دَ مور ګيډې ته ورننوتې شى څۀ،چه بيا پيدا شى؟“

٥ عيسىٰ جواب ورکړو،”زَۀ درته رښتيا وايم چه يو سړې به هم دَ خُدائ په بادشاهئ کښې تر هغې داخل نۀ شى تر څو چه هغه دَ اوبو اَؤ رُوحُ القُدس نه پيدا نۀ شى. ٦ چه دَ اِنسان نه پيدا کيږى هغه جسم دې خو چه دَ رُوحُ القُدس نه پيدا کيږى هغه رُوح دې. ٧ نو چه زَۀ تاسو ته دا وايم چه تاسو له بيا پيدا کيدل په کار دى نو په دې حيرانيږئ مه...“ (يوحنا ٣: ٣-٧)

د ”بيا پېدا کېدو“ اصلى مطلب ”د پاسه نه د پېدا کېدل“ دى. نيکوديموس ته اصلى ضرورت وو. هغۀ ته د زړۀ د بدلو ضرورت وو، چې رُوح يې بدل شى. نوې پېدائش، بيا پېدا کېدل، دا د خدائ پاک کار دې چې څوک ايمان ولرى نو ابدى ژوند هغۀ له ورکړې شى (د کورنتيانو په نوم خط ٥: ١٧؛ د تيطوس په نوم خط ٣: ٥؛ د پطروس په نوم اول خط ١: ٣؛ د يوحنا په نوم اول خط ٢: ٢٩ ؛ ٤: ٧ ؛ ٥: ١-٤ ، ١٨). يوحنا ١: ١٢، ١٣ په نښه کوى چې ”بيا پېدا کېدل“ دا خبره هم راوړى چې ”د خدائ پاک بچى جوړېدل“ دا صرف د عيسٰى مسيح په نوم کښې کېدې شى.

دا سوال په منطقى توګه باندې کېږى، ”يو کس ته د بيا پېدا کېدو څۀ ضرورت وى؟“ پولوس رسول د افسيانو په نوم خط ٢: ١کښې وائى، ”تاسو هم دَ خپلو قصُورونو اَؤ ګُناهُونو په سبب مړۀ وئ...“ د روميانو په نوم خط ٢: ٢٣ کښې پولوس رسول روميانو ته ليکى، ”ځکه چه ټولو ګُناه کړې ده اَؤ دَ خُدائ دَ لوئۍ نه محرُوم دى.“ نو په دې وجه يو کس ته د بيا پېدا کېدو ضرورت ځکه وى چې د هغۀ ګناهونه معاف شى او د خدائ پاک سره يې تعلق قائم شى.

داسې به څنګه کېږى؟ د افسيانو په نوم خط ٢: ٨، ٩ کښې بيان دې، ”ځکه چه تاسو دَ ايمان په وسيله په فضل خلاصُون مُوندلې دې،دا ستاسو له طرفه نه نۀ،بلکه دَ خُدائ بخښنه ده. ٩ اَؤ دا دَ عملُونو په سبب نۀ ده،دَ پاره دَ دې چه څوک فخر ونۀ کړى.“ کله چې يو کس ته نجات ملاو شى، نو هغه بيا پېدا شوې وى، په روحانى توګه نوې شوې وى، نو د نوى ژوند د حق په وجه اوس هغه د خدائ پاک بچې ګڼلې شى. په هغه عيسٰى مسيح باندې يقين ساتل چا چې د ګناه سزا وزغمله هغه په صليب باندې مړ شو، نو د دې مطلب په روحانى توګه بيا ژوندى کېدل دى. ”دَ دې دَ پاره که څوک په مسيح کښې وى نو هغه نوې مخلُوق دې،زاړۀ څيزُونه تير شول،وګورئ هغه اوس نوى شول...“ (د کورنتيانو په نوم دويم خط ٥: ١٧)

کله چې تا دا يقين هم نۀ وى کړې چې عيسٰى مسيح تا له نجات درکوونکې دې، نو دلته يوه ساده دعا ده خو ياد ساته، د دې دعا يا د بلې دعا په وئيلو سره به تا ته نجات نۀ ملاوېږى. دا صرف په عيسٰى مسيح باندې د يقين په وجه ستا د نجات بندوبست کېږى. ”خُدايه پاکه، ما ته پته چې ما ستا خلاف ګناه کړې ده او زۀ د سزا حقدار يم. خو چې د کومې سزا زه حقدار وم نو هغه عيسٰى مسيح په خپل ځان تېره کړه نو په هغه باندې د ايمان په وجه زۀ معاف کېدې شم. زه د خپلې ګناه نه راګرځم او د نجات د پاره په تا باندې زۀ يقين کوم. ستا د لوئ فضل او معافۍ ډېره مننه، کومه چې د ابدى ژوند تحفه ده! آمين!“

تۀ چې دلته څۀ لوستلى د هغې په وجه تا د عيسٰى مسيح په باره کښې څۀ فېصله کړې ده څه؟ کۀ داسې وى نو دا لاندې بټن باندې کلک کړئ. ”ما نن مسيح قبول کړې دې“

English



د پښتو ته راواپس کېدل

په مسيح کښې د بيا ژوندى کېدو څۀ مطلب دې؟
Facebook icon Twitter icon Pinterest icon Email icon
© Copyright Got Questions Ministries