settings icon
share icon
سوال

مقدس کتاب د ډائنوسار په باره کښې څۀ وائى؟ ډائنو سار په مقدس کتاب کښې شته څۀ؟

جواب


په مقدس کتاب کښې د ډائنوسار موضع د عيسائيانو په مېنځ کښې په دې دنيا کښې د نن ورځې يوه لويه روانه مباحثه دې، د پېدائښت د کتاب مناسبه ترجمه او مونږ به جسمانى دليلونه څنګه ترجمه کوو دا هر څۀ به زمونږ ګېرچاپېره ووينو. کوم خلق چې د دنيا په زړا دور باندې يقين ساتى نو هغوى وائى چې مقدس کتاب د ډائنوسارو ذکر نۀ کوى، ځکه چې د سائنس مطابق د انسان په دې زمکه باندې د ګرځېدلو نه لاکهونه کاله مخکښې ډائنوسار په دې زمکې ګرځېدل. کومو سړو چې مقدس کتاب ليکلې دې هغو هم ډائنوسار ژوندى نۀ وو لېدلى.

څوک چې د زمکې په کم عمر باندې يقين ساتى نو هغه وائى چې مقدس د ډائنوسارو ذکر کوى اګرچې دا ډائنوسار ټکې نۀ استعمالوى. او د دې په ځائ د عبرانۍ ټکې تاناين استعمالوى تاناين زمونږ د نن ورځې د انګرېزۍ په مقدس کښې په مختلفو نومونه سره ترجمه شوې دې، کله کله د سمندر بلا، کله کله اژدها. او دا ډېر زيات اژدها ترجمه شوې دې. تاناين د يو لوئ په زمکې ځان راښکوونکى بلا په نوم ياد شوې دې. دغه مخلوق په زړې لوظ نامې کښې تقريباً دېرش ځلې استعمال شوې دې او په اوبو او چه دواړو کښې ملاوېږى.

د دې نه علاوه دا په زمکې ځان راښکونکې بلاګانې په عامه توګه دېرش ځله په زړا لوظ نامه کښې ذکر شوى دى، مقدس کتاب د يو څو مخلوقاتو ذکر کوى چې ځينې عالمان وائى چې دا د ډائنوسار بيان کوى. بهيموت د خدائ د ټولو نه لوئ مخلوق ته وئيلې شوې دې، چې يوه غټه بلا وى. چې د هغې لکۍ د دِِيار د ونې له شان وى (ايوب ٤٠: ١٥). څۀ عالمانو دا کوشش کړې دې چې بهيموت هاتهى ته ووائى. نور وائى چې هاتهى خو ډېره نرۍ لکۍ لرى، چې هغه د دِيار د ونې په شان وى.

غالباً پخوانى تهذيبونه داسې قسم فن لرى چې د هغه لوئ په زمکه ځان راښکونکى مخلوق تصوير کشى کوى. د خټې واړۀ څيزونه په شمالى امريکه کښې موندل شوى دى چې هغوى ترې نه د نن ورځې د ډائنوسار شکلونه جوړ کړى دى. په شمالى امريکه چې په ګټو کښې شکلونه جوړ شوى دى نو هغه داسې ښکارى لکه چې انسانان په ډائنوسار باندې سواره وى. په حېرانتيا سره ايږه هم داسې يو شکل دې. د مايان د خټو لوښى او د بابل ښار دېوالونه دا ګواهى ورکوى چې انسان ثقافتى او جعرافيائى ترقى څومره وه.

د دې نه علاوه چې کوم څيزونه موندلى شوى دى د هغې مقدار او تاريخ شواهد د انسان او ډائنوسار، نور داسې جسمانى ثبوتونه هم شته، لکه چې د انسان او د ډائنوسار د ښپو چاپونه په شمالى امريکه کښې او په مغربى موسطى اشيا کښې په يو ځائ موندلى شوى دى.

نو آيا په مقدس کتاب کښې ډائنوسار شته؟ نو دا خبره د حل کېدو نه لرې شوه. دا په دې باندې انحصار لرى چې دا موجوده ثبوتونه څنګه بيانوې او تۀ ستا نه ګېرچاپېره دنيا څنګه ګورې. په gotquestions.org کښې مونږ دا يقين ساتو چې زمکه اوسنۍ ده او د انسان پېدائښت او ډائنوسار منو. مونږ دا يقين ساتو چې د سېلاب نه پس ډائنوسار په ماحول کښې د غټ بدلون په وجه مړۀ شول او دا حقيقت چې دا انسانانو په وجه ښکار کړلې شول.

English



د پښتو ته راواپس کېدل

مقدس کتاب د ډائنوسار په باره کښې څۀ وائى؟ ډائنو سار په مقدس کتاب کښې شته څۀ؟
Facebook icon Twitter icon Pinterest icon Email icon
© Copyright Got Questions Ministries