settings icon
share icon
سوال

آيا خدائ پاک حقيقت دې؟ زما دا يقين څنګه کېدې شى چې خدائ پاک حقيقت دې؟

جواب


مونږ ته پته چې خدائ پاک حقيقت دې ځکه چې هغه مونږ ته په درې طريقو سره څرګند شوې دې. په پېدا کولو کښې، په خپل کلام کښې، او په خپل زوئ عيسٰى مسيح کښې.

د خدائ پاک د موجودګۍ د ټولو نه زيات بنيادى ثبوت په ساده توګه دا دې چې هغۀ څۀ جوړ کړى دى. ”ولې چه دَ هغۀ پټ صفتُونه لکه دَ هغۀ دائمى قُوت اَؤ اُلوهيت،دَ وخته راسې دَ کله نه چه خُدائې دا دُنيا پيدا کړې ده،په هغه څيزُونو کښې څرګندوى چه هغۀ پيدا کړى دى. هغوئ ئې وينى نو ځکه دَ هغوئ دَ دې عمل دَ پاره هيڅ عُذر نِشته.“ (د روميانو په نوم خط ١: ٢٠). آسمانونه د خدائ پاک د لوئۍ بيان کوى او د ګومبت په شان فضا د هغۀ د لاس کاريګرى ښائى” (زبور ١٩: ١).

کۀ زۀ د پټى په په مېنځ يوه ګهړۍ پېدا کړم، نو زۀ به دا خيال نۀ کوم چې دا د يو ځائ نه هم نۀ ده ښکاره شوې يا دا مخکښې نه موجوده وه. دا د ګهړۍ د شکل سره تعلق ساتى، زۀ به خيال کوم چې د دې جوړېدونکې شته خو په دې کائنات کښې زۀ د دې نه لوئ جوړونکې ګورم. د وخت پېمانې تعلق زمونږ د ګهړۍ سره نۀ دې، خو دا د خدائ پاک د کاريګرۍ سره دې چې زمکه باقاعده ګرځى. دا کائنات يوه لويه کاريګرى ښائى، او دا وائى چې يو لوئ جوړوونکې شته.

کۀ زۀ د کمپيوټر يو بند پېغام پېدا کړم نو زۀ به د دې استاذ پېدا کوم چې دا پېغام کولاو کړى. زما خيال به دا وى چې د دې پېغام لېږونکې يو تکړه کس دې. چا چې دا پېغام جوړ کړې دې. DNA څومره پېچيده څيز دې چې زمونږ د وجود په هر يو cell کښې دا وى؟ د دې دا پېچيدګى او مقصد مونږ ته د يو تکړه جوړونکى په باره کښې نۀ وائى څۀ؟

خدائ پاک نۀ صرف دا ښائسته او برابره دنيا جوړه کړه، بلکې هغۀ د هر يو کس په زړۀ کښې د تل تر تله احساس هم اچولې دې. (اکسلسييان ٣: ١١) د انسان دا خواهش دې چې د سترګو نه اخوا ژوند هم شته، چې د دې دنيا د ژوند نه لوئ اوچت ژوند هم شته. زمونږ د ابدى ژوند احساس کم از کم په دوو وجو باندې قائم دې: قانون جوړول او عبادت.

په تاريخ کښې هر يو تهذيب څۀ خاص اخلاقى قوانين لرلى دى، چې په عجيبه توګه د هر يو ثقافت والا ټول يو شان دى د مثال په توګه، د مينې نظريه په ټوله دنيا کښې خوښېدې شى او دروغو عمل په ټوله دنيا کښې بد ګڼلې شى. دا يو شان اخلاقيات، دا د ښۀ او بد عالمګيرى پوهه دا يو لوئ اخلاقى پېدا کوونکى ته اشاره کوى چې هغه دا څيزونه مهيا کوى.

نو په هم په دې طريقه د ټولې دنيا خلق چې د ثقافت سره يې تعلق نۀ هم وى هغوى هم همېشه د عبادت يوه طريقه پېدا کړې ده. کېدې شى چې د عبادت طريقه مختلفه وى خو د يو لوئ طاقت احساس د ټولو انسانانو د ژوند يوه نۀ رد کېدونکې حصه ده. زمونږ د عبادت وجه دا ده چې خدائ پاک مونږ پېدا کړى يو ”د په خپل ځان په شان“. (پېدائښت ١: ٢٧)

خدائ پاک د خپل اظهار د خپل کلام په ذريعه هم کړې دې، يعنې مقدس کتاب. په ټول مقدس کتاب کښې د خدائ پاک موجودګى د ثبوت سره د حقيقت په توګه ليکلې شوې دې. (پېدائښت ١: ١؛ هجرت ٣: ١٤). کله چې بنيامين فرېنکل خپله د ژوند قيصه ليکله، هغۀ وخت ضائع نۀ کړو چې چې خپله موجودګى ثابته کړى. لکه ، خدائ پاک په دې وخت نۀ ضائع کوى چې په خپل کتاب کښې د خپلې موجودګۍ ثبوت پېش کړى. د مقدس کتاب ژوند بدلونکې فطرت، د دې صداقت، او د دې سره د دې معجزې، نو د دې ليکل د دې ذمه وارۍ د پاره کافى دى چې يو کافى ثبوت جوړ شى.

هغه دريمه دا چې خدائ پاک خپل ځان څرګند کړو يعنې هغۀ د خپل د عيسٰى مسيح په ذريعه خپل ځان څرګند کړو ٠يوحنا ١٤: ٦-١١). ”په ازل کښې کلام وو: او کلام د خدائ سره وو، او کلام خدائ وو. ::: او کلام جوسه شو، او زمونږ سره اوسېدو “ (يوحنا ١: ١، ١٤) ”ځکه هر څۀ چه خُدائې دې، هم هغه شان مسيح په خپل اِنسانى حالت کښې په کامل طور هم هغه دې.“ (د کولسيانو په نوم خط ٢: ٩)

د مسيح په عجيبه ژوند کښې، هغۀ د زړې عهد نامې ټول قوانين په پورا توګه وساتل او هغه پېشن ګوئيانې يې پورا کښې چې د راتلونکى مسيح په باره کښې وې. (متى ٥: ١٧). هغه بې شمېره د رحم کارونه، په خلقو کښې معجزې وکړې خپل پېغام يې ورسولو او د خپل خدائ ګواهى يې ورکوله. (يوحنا ٢١: ٢٤-٢٥). او بيا د هغۀ د صليب کولو درې ورځې وروستو هغه د مړو نه پاڅېدو، او دا کار د سوونو ګواهانو په وړاندې وشو (د کورنتيانو په نوم خط ١٥: ٦). تاريخى ثبوتونه دا ثبوت ورکوى چې عيسٰى مسيح څوک وو. لکه چې څنګه پولوس رسول ووئيل، ”ځکه چه دا کار چرته په يو ګوټ کښې نۀ دې شوې.“ (اعمال د رسولانو ٢٦: ٢٦).

مونږ ته پته ده چې په هر وخت کښې به داسې د عقل نه کار اخستونکى خلق وى چې هغه د خدائ پاک په باره کښې خپل سوچ لرى او دا ثبوتونه به د خپل سوچ مطابق لولى. او داسې کسان به هم وى چې د ثبوتونو امبار به يې هم لارې له را نۀ ولى. (زبور ١٤: ١). دا هر څۀ ايمان ته مخې ته راځى. (د عبرانيانو په نوم خط ١١: ٦)

English



د پښتو ته راواپس کېدل

آيا خدائ پاک حقيقت دې؟ زما دا يقين څنګه کېدې شى چې خدائ پاک حقيقت دې؟
Facebook icon Twitter icon Pinterest icon Email icon
© Copyright Got Questions Ministries