settings icon
share icon
سوال

آيا دا د مقدس کتاب په مطابق ګناه ده څه؟ مُوټې وهل ولې ګناه ده؟

جواب


مقدس کتاب په صفا توګه کله هم د مُوټى وهلو ذکر نۀ کوى او نۀ دا وائى چې مُوټې وهل ګناه ده. نو دا خبره شته، چې هغه عمل چې سړې مُوټې وهلو له بوځى هغه ګناه ده او که نه. مُوټې وهل د خواهشاتو نه ډکو سوچونو، د جنسى شوق، او غلطو تصويرونو د کتلو اخرى نتيجه ده. دا هغه مسئلې دى چې د دې حل کولو ضرورت دې. کۀ د ګناه نه ډک شوق، هغه غلط تصويرونه کتلو شوق ډېر او زيات د قابونه بهر شى. نو د مُوټې وهلو مسئله به يوه خبره جوړه شى.

مقدس کتاب مونږ ته وائى چې مونږ د جنسى بداخلاقو نه هم ځان وساتو. (د افسيانو په نوم خط ٥: ٣). ما ته پته نشته چې مُوټې وهل دا خاص خوند څنګه تېروى. کله کله يو ښۀ خوند د څه د پاره ګناه ده او که يا ته به دې فخر کوې چې تۀ به نورو ته وائې چې تا اوس اوس څۀ وکړل. کۀ داسې وى نو چې تۀ نور خلق ووينې چې داسې کوى نو تۀ به خفه شې او يا به وشرمېږې، نو دا داسې معلومېږى چې دا ګناه ده. يو بل ښۀ دا دې چې مونږ په ايماندارۍ سره د هغې اراده په ښۀ ضمير سره لرلې شو. د خدائ پاک نه وغواړه چې هغه ستا هغه خاص کار د هغۀ د خپل مقصد د پاره استعمال کړى. زما خيال دا نه دې چې مُوټې وهل يو داسې شې دې چې په هغې مونږ فخر وکړو او خدائ پاک شکر پرې وباسو.

مقدس کتاب مونږ ته وائى، ” نو بيا چه تاسو څۀ خورئ يا څښئ يا کوئ،هر څۀ دَ خُدائې دَ جلال دَ پاره کوئ.“ (د کورنتيانو په نوم اول خط ١٠: ٣١). کۀ د شک ګنجائش وى چې په دې باندې خدائ پاک خوشحالېږى، نو بيا دا ښه خبره ده چې دا پرېښودلې شى. په حقيقت د مُوټى وهلو په باره کښې د شک ګنجائش شته. ”چې هر يو څيز د ايمان نه نۀ وى نو هغه ګُناه ده. (د روميانو په نوم خط ١٤: ٢٣). د مقدس کتاب په مطابق زۀ دا نۀ ګورم چې چې مُوټې وهل څنګه د خدائ پاک د جلال څيز وګڼلې شى. نور، ما له دا ياد ساتل په کار دى چې زمونږ بدنونه، او هم داسې زمونږ روحونه هم په بيعه اخستى شوى دى او د خدائ پاک دى. ” ١٩ آيا تاسو نۀ ئې خبر چه ستاسو بدن دَ رُوحُ القُدس کور دې چه په تاسو کښې اوسى اَؤ تاسو ته دَ خُدائې دَ طرف نه درکړې شوې دې؟ اَؤ تاسو دَ خپل ځان نۀ يئ، ٢٠ ځکه چه خُدائې تاسو په بيعه آخستى يئ، نو بيا دَ خپل بدن نه دَ خُدائې جلال ښکاره کړئ. “ (د کورنتيانو په نوم اول خط ٦: ١٩-٢٠). دا لوئ حقيقت دې يوه لويه معنه ولرى چې مونږ د خپلو بدنونو سره څۀ کوو او د دې سره چرته روان يو. نو د دې اصولو په رڼا کښې، نو زۀ بې شکه دا ووايم چې مُوټې وهل د مقدس کتاب په مطابق ګناه ده. زۀ دا يقين نۀ لرم چې مُوټې وهل د خدائ پاک خوښ دى، دا د بد اخلاقه نه بچ کوى، يا چې کله د دې خوند تېرېږى نو په دې وخت کښې خدائ پاک زمونږ د بدن اختيارمند وى.

English



د پښتو ته راواپس کېدل

آيا دا د مقدس کتاب په مطابق ګناه ده څه؟ مُوټې وهل ولې ګناه ده؟
Facebook icon Twitter icon Pinterest icon Email icon
© Copyright Got Questions Ministries