settings icon
share icon
سوال

د عيسٰى مسيح د ذاتى نجات ورکوونکى په توګه منلو څۀ مطلب دې؟

جواب


تا کله عيسٰى مسيح د ذاتى نجات ورکوونکى په توګه منلې دې؟.د جواب راکولو نه مخکښې ما له اجازت راکړه چې د سوال وضاحت وکړم. چې په ښه توګه په دې سوال پوهه شې، تۀ دې په دې ښۀ پوهه شې چې ”عيسٰى مسيح“ ”ذاتى” او ”نجات ورکوونکې“.

عيسٰى مسيح څوک دې؟ ډېر خلق به عيسٰى مسيح د يو ښۀ سړى په توګه منى، لوئ اُستاذ، يا هم داسې د خدائ پاک پېغمبر. په حقيقت کښې دا خبرې د عيسٰى مسيح په باره کښې رښتيا دى، خو دا خبرې دا بيان نۀ کوى چې هغه په حقيقت کښې څوک دې. مقدس کتاب مونږ ته وائى چې عيسٰى مسيح په جسمانى توګه خدائ پاک دې، خدائ پاک د انسان په شان جوړ شو (وګورئ يوحنا ١: ١، ١٤). خدائ پاک زمکې ته د دې د پاره راغلو چې مونږ ته وښائى، شفاء راکړى، مونږ صحيح کړى، معاف مو کړى، او زمونږ د پاره مړ شو! عيسٰى مسيح خدائ پاک دې، کوم چې پېدا کوونکې، او د قدرت والا مالک دې. آيا تا دا عيسٰى مسيح قبول کړې دې؟

نجات ورکوونکې څۀ شې دې او ما ته د نجات ورکوونکى څۀ ضرورت دې؟ مقدس کتاب مونږ ته وائى چې مونږ ټولو ګناه کړې ده، او مونږ ټولو بد عملونه کړى دى (دروميانو په نوم خط ٣: ١٠-١٨). او زمونږ د ګناه په نتيجه کښې، مونږ د خدائ پاک د غصې او عدالت حقدار يو. د هغه مکمل او ابدى خدائ پاک خلاف ګناه کولو صرف ښه بدله مکمله سزا ده (د روميانو په نوم خط ٦: ٢٣؛ مکاشفات ٢٠: ١١-١٥). نو په دې وجه مونږ د نجات ورکوونکى ضرورت دې!

عيسٰى مسيح دنيا ته راغلو او زمونږ په ځائ مړ شو. د جسمانى خدائ پاک يعنې د عيسٰى مسيح مرګ زمونږ د ګناه د پاره يوه مکمله کفاره وه (د کورنتيانو په نوم دويم خط ٥: ٢١). عيسٰى مسيح زمونږ د ګناه د کفارې د پاره مړ شو (د روميانو په نوم خط ٥: ٨). عيسٰى مسيح زمونږ د پاره هغه قيمت ادا کړو چې مونږ به يې نۀ ورکوو. د عيسٰى مسيح د مړو نه ژوندې پاڅېدل دا ثابته کړه چې د هغۀ مرګ زمونږ د ګناه د کفارې د پاره صحيح وو. نو دا ځکه عيسٰى مسيح يواځينې نجات ورکوونکى دې (يوحنا ١٤: ٦؛ اعمال د رسولانو ٤: ١٢)! آيا ته په عيسٰى مسيح باندې يقين لرې چې هغه ستا نجات ورکوونکى دې؟

آيا عيسٰى مسيح ستا ”ذاتى“نجات ورکوونکى دې؟ د ډېرو خلقو نظريه دا ده چې عيسائيت صرف کليسا ته تلل، څۀ رسمونه ادا کول، او څۀ خاص ګناهونه نۀ کول دى. دا عيسائيت نۀ دې. رښتونې عيسائيت د عيسٰى مسيح سره ذاتى تعلق دې. د عيسٰى مسيح نجات ورکوونکى په توګه منلو دا مطلب دې چې په هغه کښې خپل ذاتى ايمان او يقين ولرې. هيڅ څوک هم د بل د ايمان په وجه نۀ شى بچ کېدې. هيڅ څوک هم د يو څو خاصو عملونو د کولو په وجه نۀ شى بچ کېدلې. د خلاصون صرف يوه لاره ده چې عيسٰى مسيح خپل ذاتى نجات ورکوونکى ومنې، دا يقين ولرې چې د هغۀ مرګ زمونږ د ګناهونو کفاره ده، د هغۀ د مړو نه بيا ژوندې پاڅېدل ستا د ابدى ژوند ضمانت دې (يوحنا ٣: ١٦). آيا عيسٰى مسيح ستا ذاتى نجات ورکوونکى دې؟

کۀ تۀ عيسٰى مسيح خپل ذاتى نجات ورکوونکى قبلول غواړې، نو دا لاندينى ټکى خدائ پاک ته ووايه، خو ياد ساته! د دې دعا يا د بلې دعا د وئيلو په ذريعه به تا نجات نۀ ملاوېږى، خو صرف په عيسٰى مسيح باندې د يقين په وجه ستا د ګناه د معافۍ بندوبست کېدې شى! دا په ساده طريقه خدائ پاک ته په هغۀ باندې د ايمان د اظهار يوه دعا ده او د هغه شکر ګزارۍ د پاره اظهار دې چې هغۀ ستا د نجات بندوبست وکړو. ”خُدايه پاکه، ما ته پته چې ما ستا خلاف ګناه کړې ده او زۀ د سزا حقدار يم. خو چې د کومې سزا زه حقدار وم نو هغه عيسٰى مسيح په خپل ځان تېره کړه نو په هغه باندې د ايمان په وجه زۀ معاف کېدې شم. زه د خپلې ګناه نه راګرځم او د نجات د پاره په تا باندې يقين کوم. ستا د لوئ فضل او معافۍ ډېره مننه، کومه چې د ابدى ژوند تحفه ده! آمين!“

تۀ چې دلته څۀ لوستلى د هغې په وجه تا د عيسٰى مسيح په باره کښې څۀ فېصله کړې ده څه؟ کۀ داسې وى نو دا لاندې بټن باندې کلک کړئ. ”ما نن مسيح قبول کړې دې“

English



د پښتو ته راواپس کېدل

د عيسٰى مسيح د ذاتى نجات ورکوونکى په توګه منلو څۀ مطلب دې؟
Facebook icon Twitter icon Pinterest icon Email icon
© Copyright Got Questions Ministries