settings icon
share icon
سوال

د يو عيسائى د خودکشۍ په باره کښې څه خيال دې؟ مقدس کتاب د خودکشۍ په باره کښې څه وائى؟

جواب


د مقدس کتاب په مطابق، کۀ يو کس خودکشى وکړى نو هغه به جنت ته داخلېږى او کۀ نه. که يو غېر ايمانداره کس خودکشى وکړى، خو هغه کس هيڅ هم ونۀ کړې صرف د اور ډنډ ته خپله لار نېغه کړه. اګرچې د مسيح د نجات د رد کولو په وجه چا چې خودکشى کړى وى نو هغه به بې شکه په دوزخ کښې وى، د دې په وجه نه چې هغۀ خودکشى کړې ده. مقدس کتاب د پينځو کسانو ذکر کوى چې هغوى خودکشى کړې وه ابى ملک (قاضيان ٥: ٥٤)، ساؤل (اول سموئيل ٣١: ٤)، د ساؤل ډال وړونکې (اول سموئيل ٣١: ٤-٦)، اخىتفل (دويم سموئيل ١٧: ٢٣)، زمرى (اول بادشاهان ١٦: ١٨)، او يوداس (متى ٢٧: ٥). دا ټول خراب، او بدعمله خلق کسان وو. څۀ کسان وائى چې سمسون هم خودکشى کړې وه (قاضيان ١٦: ٢٦-٣١٩، خو د سمسون مقصد د فلسطينيانو وژل وو نه د هغه خپل ځان. مقدس کتاب خودکشى د قتل برابره ګڼى. نو دا څۀ شې دې يعنې د ځان وژل. دا فېصله خدائ پاک کوى چې يو کس به کله او څنګه مرى. او دا طاقت په خپل لاس کښې اخستل دا د خدائ پاک توهين دې.

مقدس کتاب د هغه عيسائى په باره کښې څۀ وائى چې څوک خودکشى کوى؟ زما دا خيال نۀ دې چې يو عيسائى خود کشى کوى نو د هغۀ نجات به ختم شى او هغه به هم دوزخ ته لاړ شى. مقدس کتاب وائى چې يو کس د کوم وخت نه په مسيح باندې ايمان ولرى نو هغه د همېشه د پاره بچ دې (يوحنا ٣: ١٦). د مقدس کتاب په مطابق ، چې يو عيسائى به بغېر د څۀ شک نه په دې پوهېږى چې هغه د همېشه د پاره ژوند لرى چې هر څۀ هم وشى. ” دا خط تاسو ته دا يقين درکوى چه تاسو دَ تل ژوندُون لرئ ځکه چه تاسو دَ خُدائې دَ زوى په نامه ايمان راوړئ.“ (د يوحنا په نوم اول خط ٥: ١٣). يو عيسائى د خدائ پاک د مينې نه هيڅ شې هم نۀ شى ايسارولې. ” ځکه چه زما دا باور دې چه دَ خُدائې دَ مينې نه چه مُونږ ئې په خپل مالِک عيسىٰ مسيح کښې لرو،نۀ مرګ اَؤ نۀ ژوندُون،نۀ فرښتې،نۀ نور آسمانى حاکمان،نۀ قُوتُونه، ٣٩ نۀ اوسنى اَؤ نۀ راتلُونکى څيزُونه،نۀ پاسنئ دُنيا اَؤ نۀ لاندينئ دُنيا اَؤ نۀ په څۀ مخلُوقات کښې داسې هيڅ څيز نِشته چه مُونږ جُدا کولې شى.“ (د روميانو په نوم خط ٨: ٣٨-٣٩). که پېدا شوى څيزونه يو عيسائى د خدائ پاک د مينې نه نۀ شى جدا کولې نو که يو عيسائى خودکشى کړى وى چې دا يو پېدا کړې شوې څيز دې نو دا خوکشى يو عيسائى د خدائ پاک د مينې نه نۀ شى جدا کولې. مسيح زمونږ د ټولو ګناهونو د پاره مړ شو. او که يو رښتونې عيسائى په روحانى حمله او کمزورۍ کښې وې، او خودکشى کوى، نو دا به يو ګناه وى چې مسيح زمونږ د پاره مړ شو.

دا زۀ نه وائى چې خود کشى د خدائ پاک خلاف سخته ګناه نۀ ده. د مقدس کتاب په مطابق، خودکشى قتل دې، او دا همېشه غلط کار دې. زۀ د هغه کس په ايمان به سخت شک وکړم چې يو کس دا دعوه کوى چې زۀ عيسائى يم او بيا هم خودکشى کوى او خپل ژوند په خپله اخلى. د عيسائيانو دا غوښتنه کېږى چې هغوى خپل ژوند د خدائ پاک د پاره تېر کړى. او دا فېصله چې کله به مرو دا صرف د خدائ پاک په لاس کښې ده. غالباً د يو عيسائى د پاره د خودکشۍ تصوير کشى د ايستر د کتاب نه ښه وى. په فارس کښې، دا قانون وو چې هر څوک به بغېر د بلنې نه بادشاه ته حاضرېدو نو هغه به وژلې شو صرف د هغې نه بغېر چې بادشاه به خپله امسا د قېدخانې طرف ته اُوږده کړې نۀ وې دا د رحم اشاره وه. نو د يو عيسائى د پاره خود کشى به داسې وى لکه چې بادشاه په زور تلل وى په ځائ د دې چې د هغۀ د بلنې انتظار وکړې. هغه به ستا طرف ته خپله امسا اوږده کړى، او هغه به ستا ابدى ژوند بچ کړى. خو د دې دا مطلب نۀ دې چې هغه ستا نه خوشحاله دې. اګرچې دا د خودکشۍ بيان نۀ کوى، د مقدس کتاب د کورنتيانو په نوم خط ٣: ١٥ غالباً يو ښۀ بيان دې چې په هغه عيسائى به څه کېږى چې کوم خودکشى وکړى: ” اَؤ چه دَ چا ماڼئ وسوزيږى نو هغه به نُقصان ومُومى،خو په خپله به په سوزيدو سوزيدو کښې بچ شى.“

English



د پښتو ته راواپس کېدل

د يو عيسائى د خودکشۍ په باره کښې څه خيال دې؟ مقدس کتاب د خودکشۍ په باره کښې څه وائى؟
Facebook icon Twitter icon Pinterest icon Email icon
© Copyright Got Questions Ministries