settings icon
share icon
سوال

آيا ښځې د پادرى يا تبليغ کوونکى په طور خدمت کول په کار دى؟ مقدس کتاب د ښځې د خدمت په باره کښې څۀ وائى؟

جواب


غالبا په نن وخت کښې په کليسا کښې د دې نه لوئ بحث بل نشته کومه چې د ښځې د پادرى يا تبليغ کوونکى په بارې کښې ده. په نتيجه کښې دا ډېره اهمه ده چې دا مسئله د ښځې او نور په مقابله کښې ونۀ ګورو. داسې ښځې شته چې هغوى وائى چې ښځو له نۀ دى په کار چې د پادرى په توګه کار وکړى. او مقدس کتاب د ښځې د خدمت په باره کښې رکاوټ جوړوى او داسې ښځې هم شته چې ښځې د يو تبليغې په توګه خدمت کولې شى او په ښځه د خدمت په کار کښې هيڅ پابندى نشته. دا د نر او ښځې په مېنځ کښې د فرق مسئله نۀ ده. دا د مقدس کتاب د بيان خبره ده.

د تيمطوس په نوم اول خط دا اعلان کوى، ” ښځې دِ په خاموشئ په پُوره تابعدارئ سره زده کوى. ١٢ اَؤ زَۀ اجازت نۀ ورکوم چه ښځې دِ تعليم ورکړى يا دِ په خاوندانو حُکم چلوى،بلکه خاموشه دِ پاتې شى“ په کليسا کښې خدائ پاک ښځې او نر ته بېل بېل اصول حواله کړى دى. دا د هغې نتيجه ده چې انسان څنګه جوړ شوې وو (د تيمطوس په نوم خط ٢: ١٣) او هغه چې ګناه دنيا ته څنګه راغله (د تيمطوس په نوم دويم خط ٢: ١٤). خدائ پاک د پولوس رسول له ذريعه ليکى، ښځې د هغې نه په پابندۍ کښې وساتۍ چې په سړو باندې اختيار ولرى او د روحانى اصولو خدمت وکړى. دا ښځې د دې نه منع کوى چې هغوى د پادرى په توګه خدمت وکړى، په دې کښې په حقيقت کښې تبليغ هم راځى، او داسې تعليم، او په سړى باندې روحانى برترى هم.

د ښځې په خدمت يا د ښځې پادرى کېدلو باندې ډېر اعتراضونه کېږى. يو عام دا دې چې پولوس ښځې د پېغام ورکولو نه منع کوى ځکه چې په اوله صدۍ کښې ښځې په عامه توګه تعليم يافته نۀ وې. اګرچې د تيمطوس په نوم اول خط ٢: ١١-١٤ په يو ځائ کښې هم د تعليم ذکر نۀ کوى. کۀ تعليم د خدمت اهليت وې، نو د مسيح اکثر شاګردان به بې تعليمه نه وې. دويم يو عام اعتراض دا دې چې پولوس د افسيانو ښځې د پېغام ورکولو نه منع کړې وې. (د تيمطوس په نوم اول خط تيمطوس ته ليکلې شوې وو، چې هغه په افېسس کښې د يوې کليسا پادرى وو) د افېسس ښار د ارتيمس د عبادت خانې د پاره مشهور وو، چې يو دروغو يونانى رومى بُت وو. ښځو د ارتيمس بت په عبادت کښي يو ځائ لرلو. اګرچې د اول تيمطوس کتاب د هيچرته هم د ارتيمس بت ذکر نه کوى، او نۀ پولوس د ارتيمس ذکر کوى چې د هغۀ عبادت د پابندۍ وجه ده. د تيمطوس په نوم اول خط ٢: ١١-١٢

يو بل دريم عام اعتراض دا دې چې پولوس صرف ښځې او خاوند ته اشاره کوى عامې سړى او ښځې ته نه دې. د تيمطوس په نوم اول خط ٢: ١١-١٤ ښځې او خاوند ته اشاره کوى. اګرچې بنيادى مطلب د ټکو ښځه او سړې دې. د دې نه علاوه هم دغه يونانى ټکى ٨-١٠ کښې استعمال شوى دى. آيا دا صرف خاوندان دى چې مقدس لاسونه د دعا د پاره اوچت کړى چې غصه او جګړه په کښې نۀ وى؟ يا صرف ښځې به د حيا والا جامې اغوندى، او د خدائ پاک عبادت به کوى؟ بالکل نه. ٨-١٠ ايتونو په عموماً ښځې او سړى ته اشاره کوى، او نۀ صرف ښځه او خاوند. په دې ايتونو کښې داسې څۀ نشته چې په ١١-١٤ کښې د ښځې او خاوند ته اشاره وکړى.

خو يو بل اکثر اعتراض په دې باره کښې د ښځې د پادرى کېدلو يا تبليغ کولو د مريم، دبوره، حلده، فريسکيلا، فيوبې، وغېره دې، کومو ښځو چې په مقدس کتاب کښې مشرى کړې ده. دا اعتراض د څۀ اهمو خبرو په وجه ناکام شى. د بوره په تعلق کښې هغه د ديارلسو نرانو قاضيانو په مېنځ کښې يواځينۍ ښځه وه. د حلده په تعلق کښې، هغه د درځنو نرانو پېغمبرانو په مېنځ کښې يواځينۍ پېغمبره وه چې په مقدس کتاب کښې ذکر ده. د مريم مشرې يواځينۍ تعلق دا وو چې هغه د موسى او هارون خور وه. د بادشاهانو په وخت کښې دوه ډېر اهمې ښځې د عتلياه او ايزبل وې په مشکله سره د خدائ صفتونو والا ښځې مشرانې وې.

اعمال د رسولانو په اتم باب کښې، فريسکيلا او اکويلا د مسيح د وفادارو خدمت کوونکو په توګه پېش کړې شوې دى. د فريسکيلا نوم اول ذکر شوې دې، دا دې طرف ته اشاره کوى چې هغه په خدمت کښې د خپل خاوند نه زياته مشهوره وه. اګرچې فريسکيلا د خاوند د مدد کوونکې په توګه ذکر شوې ده چې هغه په سرګرمۍ سره د خدمت په کار کښې حصه اخستله.د تيمطوس په نوم اول خط ٢: ١١-١٤. فريسکيلا او اکويلا اپولوس خپل کور له راوستلو او دواړو هغه خپل شاګرد جوړ کړو، او هغۀ د خدائ پاک کلام ښۀ په واضح طريقه ښودلو (اعمال د رسولانو ١٨: ٢٦)

د روميانو په نوم خط ١٦: ١ کښې فيبا خدمت کوونکې نه ده ګڼلې شوې. چې دې ته اشاره نۀ کوى چې فيبا په کليسا کښې استاذه وه. هغې د استاذۍ قابليت لرلو او د مشرۍ اهليت ورکړې شوې وو ( د تيمطوس په نوم اول خط ٣: ١-١٣؛ تيطوس ١: ٦-٩). د کوم سړى ماشومان چې ايمان لرى او نو هغه سړې د قدر قابل وى.

د تيمطوس په نوم اول خط ٢: ١١-١٤ بناوټ هغه وجه بالکل صفا کوى. ښځه دې ولې تعليم نۀ ورکوى او په سړى دې اختيار ونۀ لرى؟ ځکه چې اول آدم او بيا حوا پېدا شوې وه. او ادم دوکه شوې نه وو، او ښځه دوکه شوې وه. نو دا وجه ده. خدائ پاک اول آدم پېدا کړو او بيا يې حوا پېدا کړه چې د آدم مدد ګاره شى. د پېدائښت دا ترتيب د کورنۍ او د کليسا د پاره عالمګير وو. (د افسيانو په نوم خط ٥: ٢٢-٣٣) دا حقيقت چې ښځه دوکه شوې وه دا هم يوه وجه ده چې ښځه به د پادرى په توګه خدمت نۀ کوى او نۀ به سړى باندې روحانى برترى لرى. نو دا څه خلق دې ته بوځى چې دا يقين ولرى چې ښځه به تعليم نه ورکوى ځکه چې هغه په اسانۍ سره دوکه کېږى. د نظريه د بحث لاندې ده. کۀ ښځۀ ډېره په اسانۍ دوکه کېږى، نو هغې له دا اجازت ولې ورکولې شى چې هغه ماشومانو ته ښودنه وکړى چې هغوى په اسانۍ سره دوکه کېږى؟ کلام داسې نۀ وائى. ښځۀ ځکه ښودنه نۀ کوى او نۀ به سړى باندې روحانى اختيار لرى ځکه چې حوا دوکه شوې وه. په نتيجه کښې، خدائ پاک سړو له په کليسا کښې بنيادى اختيار ورکړې دې.

ښځه د مېلمستيا، رحم، ښودنې او مدد نعمتونه لرى. د خدمت ډېر کارونه په ښځه پورې تړلى دى. په کليسا کښې په ښځه باندې دا پابندى نشته چې خلقو کښې دعا کوى يا پېشن ګوئى ورکوى (د کورنتيانو په نوم اول خط ١١: ٥)، او صرف په سړى باندې د ښودنې روحانى برترى ولرى. مقدس کتاب په يو ځائ کښې هم ښځه د دې نه نۀ منع کوى چې د روح القدوس د نعمتونو اظهار وکړى. (د کورنتيانو په نوم اول خط دولسم باب) ښځۀ د سړى هومره ده. او د نورو په شان خدمت کولې شى، اود روح د مېوې اظهار کولې شى. (د ګلتيانو په نوم خط ٥: ٢٢-٢٣)، او ورکو شوو ته د انجيل اعلان کولې شى (متى ٢٨: ١٨؛ اعمال د رسولانو ١: ٨؛ د پطروس په نوم اول خط ٣: ١٥).

خدائ پاک صرف سړى مقرر کړى دې چې په کليسا کښې د ښودنې روحانى ځايونه ولرى. دا خبره ضرورى نۀ ده چې سړى ښۀ استاذان دى، يا ښځې کم ترې يا لږې هوښيارې دى. (دا خبره نۀ ده). په ساده ټکو کښې دا يو طريقه ده چې خدائ پاک کليسا د کار کولو د پاره پېدا کړې ده. سړى به په روحانى مشرۍ کښې مثالونه قائموى. د خپل ژوند او د خپلو خبرو په ذريعه. ښځې به لږ کم اختيارات لرى. ښځو له دا حوصله افزائى ورکولې شى چې نورو ښځو ته وښائى (د تيطوس په نوم خط ٢: ٣-٥). مقدس کتاب ښځې ماشومانو ته د ښودنې نه نۀ منع کوى. ښځې صرف د دې نه منع کولې شى چې سړو ته ښودنه کوى يا په سړو باندې روحانى برترى ولرى. په دې منطقى بيان کښې به د ښځو د پادرى يا د استاذ په توګه خدمت هم شامل وى. په دې باندې د ښځې اهميت نه کمېږى، په يوه وجه هم نه. خو دوئ له دا خدمت ورکوى چې په هغۀ څيز باندې توجو ورلرى چې خدائ پاک کوم نعمتونه ورکړى دى.

English



د پښتو ته راواپس کېدل

آيا ښځې د پادرى يا تبليغ کوونکى په طور خدمت کول په کار دى؟ مقدس کتاب د ښځې د خدمت په باره کښې څۀ وائى؟
Facebook icon Twitter icon Pinterest icon Email icon
© Copyright Got Questions Ministries